1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتین د څلورم ځل له پاره د روسیې ولسمشر شو

۱۳۹۶ اسفند ۲۸, دوشنبه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتين د تر ۷۶ سلنه زیاتو رایو په خپلولو سره پر خپله څوکۍ پاته شو. په ټاکنو کې د خلکو ونډه ۷۶ سلنه ښوول شوې ده. همداشان له ټاکنو څخه د سرغړونو کابو درې زره پیښې رپوټ شوي دي.

https://p.dw.com/p/2uZAV
Russland Wahlen 2018 - Wahlsieg für Putin
انځور: Reuters/D. Mdzinarishvili

د روسیې د ټاکنو کمیسیون د دوشنبې په ورځ ۹۹،۸ سلنه رایو تر شمیرولو وروسته ویلي دي چې ولادیمیر پوتین د ۷۶،۶۷ سلنه رایو په خپلولو سره اکثریت تر لاسه کړی دی. ویل شوي دي چې ۶۵ کلن پوتین د ۲۰۱۲م کال په پرتله ډیري رایې تر لاسه کړي دي. هغه مهال هغه ۶۳،۳ سلنه رایې خپلې کړې وې.

د ټاکنو کمیسیون په وینا په انتخاباتو کې د خلکو ګډون ۷۶،۴ سلنه ته رسید. پوتین اوس د نورو شپږو کلونو یعنی تر ۲۰۲۴م کاله پورې د یوې بلې دورې له پاره وټاکل شو.

ټاکنې د درغلیو له تورنو سره هم مل وې. اپوزیسیون او د ټاکنو څارونکي د ۲۷۰۰ سرغړونو خبره کوي.

د پوتین سیالان

په ټاکنو کې د پوتین اصلي رقیبان پاول ګرودینین (کمونست ګوند)، ولادیمیر ژیرینفوسکي (لبرال دیموکرات ګوند) او له مدني نوښت څخه کسنیا سوبچاک وو.ګرودینین ۱۱،۸ سلنه، شریفنسکي ۵،۷ سلنه او میرمن سوبچاک ۱،۷ سلنه رایې تر لاسه کړي دي.

غبرګونونه

د لاتین امریکا او آسیا یو شمیر مشرانو د پوتین د بیا ټاکل کیدو په هکله څرګندونې کړي دي. کله چې د روسیې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې نو په لاتین امریکا کې لا د یکشنبې ورځ پای ته نه وه رسیدلي.

د یکشنبې په ورځ تر ټولو لومړۍ د پام وړ نړیواله مبارکي د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو له لوري وړاندې شوه. پر دې سربیره د بولیویا ولسمشر ایوو مورالیس د پوتین بریا لمانځلې ده.

د چین ولسمشر شي جین پینګ ویلي دي چې اوسمهال د چین – روسیې هر اړخیزي ستراتیژیکې همکارۍ تر بل هر وخت په ښه سطحه کې دي، چې په خبره یې د نوي ډول نړیوالو اړیکو د جوړولو له پاره یوه بیلګه ده.

د سکریپال قضیې له پوتین سره مرسته وکړه؟

په بریتاینا کې د روسي پخواني جاسوس سیرګي سریکپال د مسمومیدو قضیې له روسیې سره د بریتانیې دیپلوماتیکي اړیکي ترینګلې کړې او ښایي دا هم د دې سبب شوي وي چې په ټاکنو کې د ونډه اخیستونکو او پوتین ته د رای ورکونکو شمیر لوړ کړي. د روسیې د چارو له پاره د آلمان د حکومت استازي ګیرنوت ایرلر، ویلي دي چې پوتین په تصادفي ډول د ټاکنو لږ څه مخکې له دغه هیواده د ۲۳ بریتانوي دیپلوماتانو د ایستلو امر نه دی کړی، څو د لندن پریکړو ته غبرګون وښيي. د هغه په خبره د کریملین مشر د سکریپال په قضیه کې دا فرصت تر لاسه کړ چې ځان پیاوړی او قاطع وښيي. نوموړی چارواکی پر دې باور دی چې «په یقیني ډول دې کار د هغه په بریا کې ونډه لرلې ده.»

د اروپا د امنیت او همکارۍ ګډ سازمان څارونکي د دوشنبې په ورځ تر ماسپښين وروسته د روسیې د ټاکنو په هکله خپله ارزونه وړاندې کوي.

زموږ له آرشیف څخه: