1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتین د مالیزیایي الوتکې په قضیه کې د همکارۍ ډاډ ښوولی

دويچه ويله/ سيد رياض۱۳۹۳ تیر ۳۰, دوشنبه

تر اوسه پوري روسي پلوه بېلتون غوښتونکو د اوکراین په ختیځ کې د مالیزیايي الوتکې د پېښي په ځای کې د هوایي چارو د کارپوهانو په کارونو کې خنډونه رامنځ ته کول. د لوېدځ حوصله تنگه شوې او مسکو په بندیزونو گواښي.

https://p.dw.com/p/1CfyP
انځور: Reuters

مخ پر زیاتیدونکو نړیوالو فشارونو ته په کتو سره د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، ویلي دي چې د مالیزیایي الوتکې د احتمالي ویشتل کیدو په هکله د څېړنو په برخه کې «بشپړي همکارۍ» ته چمتو دی. د هالندي سرچينو د معلوماتو له مخې د هالنډ له صدراعظم مارک روته، سره په یوه تلیفوني تماس کې پوتین په الوتکه کې د وژل شوو کسانو د جسدونو د انتقالولو او همداشان د مالیزیایي شرکت د ۷۷۷ بوینگ ډوله الوتکې د معلوماتو د آلې یا تور بکس په برخه کې د مرستي وړاندیز کړی دی.

د آسترالیا له لومړي وزیر ټوني اېبټ، سره په یوه جلا تلیفوني تماس کې ولادیمیر پوتین همکارۍ ته د چمتووالی زیگنال ورکړی دی.

د مالیزیایي هوایي شرکت الوتکه چې ۲۹۸ کسان پکښې سپاره ول، د تیرې پنجشنې په ورځ د اوکراین په ختیځ کې راولېده. په الوتکه کې زیاتره سپاريان د هالنډ هیواد دي. زیاتره جسدونه د تورېس، په ښار کې په یوه اورگاډي کې پراته دي. د دغه اورگاډي یخ واگونونه، د روسي پلوه بېلتون غوښتونکو له خوا څارل کیږي.

د بېلتون غوښتونکو د خپلو معلوماتو له مخي د الوتکي تور بکس چې په انگلیسي کې ورته «بلېک باکس» وایي دوی موندلی دی. د هالنډ د صدراعظم د معلوماتو له مخي د دوشنبې له ورځې راهیسې به کارپوهان د جسدونو په پیژندلو پیل وکړي.

تر دې دمخه بریتانيا، فرانسې او آلمان پر پوتین فشار زیات کړی وو. د آلمان صدراعظمي انگلا مېرکل، د بریتانيا لومړي وزیر دیويد کامرون او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند غوښتنه کړې وه چې پوتین باید روسي پلوه بېلتون غوښتونکي دې ته قانع کړي چې بې طرفه کارپوهان د را لوېدلي الوتکي د پيښي ځای ته لاس رسی ولري. دغو درو سرو مشرانو په نورو سختو بندیزونو سره مسکو گواښلی وو.

د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د جولای۲۱مه) ښایي د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د دغي مسافر وړونکي الوتکي د رالویدو په هکله د یوه پریکړه لیک پر سر سلا مشوره وکړي. د دغه پریکړه لیک په متن کې به د الوتکې د رالویدو ځای ته څیرمه د جگړو د ختمولو پر اړتیا باندي ټینگار وشي.

پر دې سربیره به په سیمه کې د ټولو شاملو اړخونو چې روسیه هم پکښې شامله ده، له نړیوالو څېړونکو سره په گډه د کار کولو غوښتنه وشي. مسکو کولای شي د ویټو د حق په درلودلو سره د دغه پریکړه لیک مخه ونیسي.

د امریکا متحده ایالاتو حکومت تیره ورځ په څرگند ډول د دغي پېښي په مسئولیت کې روسیه هم شامله وبلله. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، وویل: کومه وسله چې گومان کیږي دغه الوتکه یې په ويشتلې او را اچولې ده «د روسیې له خوا د بېلتون غوښتونکو لاسونو ته ورغلې ده.» د امریکایي څېړونکو د اټکلونو له مخې د مالیزیایي هوایي شرکت مسافر وړونکې الوتکه، د روسي پلوه بېلتون غوښتونکو له خوا د هغوی تر کنترول په لاندې سیمه کې په یو توغندی ویشتل شوې ده.

همداشان د کیف حکوت بېلتون غوښتونکي د الوتکي په را اچولو کې گرم بولي. خو بېلتون غوښتونکي بیا کیف تورنوي چی دغه الوتکه ېې ویشتلې ده.