1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتین او پروشینکو د تلیفون له لارې خبرې کوي

مسعود جهش (AFP, AP, Reuters)۱۳۹۳ بهمن ۱۸, شنبه

د اوکراین ولسمشر پیترو پروشینکو، او روسي سیال یې د یکشنبې پر ورځ یو له سره د اوکراین په ختیځ کې د جگړې د پای ته رسیدو پر سر تلیفوني خبرې کوي. تر دې مخکې پوتین له آلماني او فرانسوی دولتي مشرانو سره هم لیدلي وو.

https://p.dw.com/p/1EXZa
انځور: Reuters/Maxim Zmeyev

په دغو تلیفوني خبرو اترو کې چې د یکشنبې ورځې له پاره پلان شوي دي، د آلمان صدراعظمه انگلا میرکل او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند هم برخه اخلي. تر دې مخکې میرکل او اولاند د جمعې په ورځ له روسي ولسمشر سره د څلورو ساعتونو څخه ډیر وخت له پاره خبرې اترې کړې وې.

که څه هم د دغو مشرانو د خبرو اترو پر مهال د اوکراین په ختیځ کې د روانې جگړې د پای ته رسیدو په موخو پر کوم مشخص پلان باندې موافقه و نه شوه، خو یوې فرانسوي سرچینې ویلي دي چې د جمعې د ورځې خبرې «مهمې او رغوونکې» وې. دغې سرچینې زیاته کړې ده چې اوس پر داسې یوه متن کار روان دی چې د ولسمشر پوتین او پروشینکو د سولې پلانونه په کې شامل شي.

د میرکل ویاند ستیفن زیبرگ، هم دغه خبره تایید کړې ده او ویلي يې دي چې د صدراعظمې میرکل او ولسمشر اولاند د وړاندېز له مخې امکان لري چې پر یوه گډ تړون باندې کار وشي چې د مینسک تړون پلي شي.

پوځي حل لاره نه شته

دا لومړۍ ځل وو چې په اوکراین کې د کړکیچ تر پیلیدو وروسته میرکل مسکو ته سفر وکړ. هغې په برلین کې تر خپل سفر مخکې ویلي وو: «زه ډاډه یم چې د دغې جگړې له پاره کومه پوځي د حل لاره شتون نه لري.»

تر هغه وروسته چې د اوکراین بیلتون غوښتونکو له وروستي اوربند څخه د خپل ځان د بیا تیارولو په موخه گټه پورته کړه، د ناټو لوړپوړو چارواکو وویل چې تر دې وروسته باید په اوکراین کې اوربندونه د نړیوالو سازمانونو له خوا وڅارل شي.

له بلې خوا د آلمان د دفاع وزیر اورزلا فون دیر لاین، د مونشن په کنفرانس کې وویل چې د اوکراین د پوځ تجهیزول کیدای شي چې په راتلونکې کې ښې پایلې و نه لري. هغه زیاته کړه: «د روسیې له خوا بیلتون غوښتونکو ته ښايي د وسلو له اړخه ملاتړ نامحدوده وي. ایا موږ په رښتیا سره هم فکر کوو چې د اوکراین پوځ ته دومره وسلې ورکړای شو چې هغوی بل اړخ ونیسي.»

امریکا متحده ایالات او یو شمیر لویدیځ هیوادونه پر روسیې باندې تور لگوي چې د اوکرایني بیلتون غوښتونکو ملاتړ کوي. دغو هیوادونو له دې کبله پر روسیې باندې ځینې اقتصادي بندیزونه هم لگولي دي، خو روسیه بیا وایي چې له بیلتون غوښتونکو سره هیڅ ډول پوځي مرسته نه کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب