1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتين: سنودن اوس هم په روسيه کي دی

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ تیر ۵, چهارشنبه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، ویلي دي چې د امریکا متحده ایالاتو د استخباراتي ادارې پخوانی کارکوونکی ادوارد سنودن، اوس د مسکو د هوایي ډګر د ترانزیت په برخه کې دی. پوتین د استخباراتو د مرستي تورونه هم رد کړل.

https://p.dw.com/p/18whJ
This picture taken on June 18, 2013 shows a man walking past a banner displayed in support of former National Security Agency contractor Edward Snowden in Hong Kong. Hong Kong leader Leung Chun-ying on June 24 broke silence over the departure of Snowden, saying his government had complied strictly with the law, but also admitted discussions with Beijing over the issue. AFP PHOTO / Philippe Lopez (Photo credit should read PHILIPPE LOPEZ/AFP/Getty Images)
Snowden Hong Kong Plakat 18.06.2013انځور: Philippe Lopez/AFP/Getty Images

پوتین د سه شبنې په ورځ په فنلند کې خبریالانو ته وویل چې هیواد یې له امریکا متحده ایالاتو سره داسې یو تړون نه لري چې له مخې یې باید دغه هیواد سنودن واشنګټن ته وسپاري.

پوتین وویل: «هغه [ادوارد سنودن] روسیې ته د یوه ترانزیتي مسافر په توګه راغلی دی، نو له دې کبله هغه روسۍ ویزې او یا هم نورو اسنادو ته اړتیا نه لري. هغه حق لري چې یو ټکټ واخلي او هر چیري چې غواړي ولاړ شي.»

د روسيې ولسمشر زیاته کړه: «هر څومره ژر چې سنودن د خپل سفر وروستی هدف مشخص کړي او پر لور یې حرکت وکړي، نو زموږ او د هغه له پاره به ښه وي.»

تر دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، له روسیې څخه غوښتي ول چې سنودن واشنګټن ته وسپاري. ادوارد سنودن څو ورځې دمخه د امریکا د تلیفوني او انترنتي اړیکو د څارنیز پروګرام په اړه انګلیسي ګاردین ورځپاڼې ته د امریکا د استخباراتو پټ اسناد ورکړي ول.

کیري د سه شنبې په ورځ په سعودي عربستان کې وویل: «زه غواړم په دې مرحله کې د آرامښت او مسئولیت منلو غوښتنه وکړم ترڅو په دې حساسي مرحله کې د دغه شان یوې ساده موضوع په اړه خپل منځی اړیکې خرابې نه کړو.»

کیري پر دې خبره باندي هم ټینګار وکړ چې امریکا نه غواړي د دې موضوع پر سره له کوم هیواد سره ستونزې ولري. هغه وویل چې هیوادي یې غواړي چې نور هیوادونه یو نورمال پروسیجر تعقیب کړي.

سنودن اوس په اکوادور کې سیاسي پناه غوښتې ده. تر اوسه پورې په دغه هیواد کې د سنودن غوښتنلیک نه دی منل شوی. اکوادور ویلي دي چې اوس د سنودن د عریضې د څیړلو په حال کې دي.

سنودن د چین او امریکا په اړیکو کې څه بدلون راوست؟

سنودن د یکشنبې په ورځ له هانګ کانګ څخه د مسکو پر لور وخوځید. هانګ کانګ ته په لومړي سر کې د سنودن تلل او امریکا ته د هغه نه تسلیمولو د بیجینګ او واشنګټن اړیکې یو څه خرابې کړې دي. تر دې وروسته امریکا متحده ایالاتو د سنودن پاسپورت بې اعتباره اعلان کړ. اوس دا خبره نامعلومه ده چې سنودن له کومو اسنادو څخه په استفادې له هانگ کانګ څخه روسیې ته رسیدلی دی.

د ویکیلیکس د انترنتي پاڼې بنسټ ایښودونکی جولین اسانج، چې په خپله اوس په لندن کې د اکوادور په سفارت کې وخت تیروي، ویلي دي چې سنودن اوس د کډوالو د اسنادو په کارولو سره سفر کوي.

د سپیني ماڼې ویاند جې کارني، ویلي دي: «دا د چین پریکړه وه چې یوه فراري مجرم ته چې د نیولو قانوني حکم یې هم موجود دی، اجازه ورکړي چې یوه بل هیواد ته سفر وکړي. دا موضوع به پرته له شکه د امریکا او چین پر اړیکو باندې منفي اغیزه ولري.»

دا په داسې حال کې ده چي د چین د بهرنیو چارو وزارت د امریکا متحده ایالاتو تورونه رد کړی دي او ویلي يې دي چې بیجینګ د سنودن په موضوع کې کوم غیر قانوني کار نه دی تر سره کړی.

د امریکا د استخباراتي ادارې د تلیفوني او انترنتي اړیکو د پروګرام په اړه د معلوماتو پر بربنډولو سربیره، سنوندن همداراز ادعا کړې ده چې امریکا د چین او یو شمیر نورو سازمانو پر ضد انترنتي بریدونه هم کړي دي