1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتين د نوو پوځي مانورونو لارښوونه کړې

۱۳۹۴ شهریور ۱۷, سه‌شنبه

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د هيواد په مرکزي برخو کي مېشت ځواک ته د پوځي مانورونو د تر سره کولو لارښوونه کړې ده. په دغو مانورونو کي گډون کوونکي ځواکونه بايد د «جنگ د ماموريت» وړتيا و آزمويي.

https://p.dw.com/p/1GSZA
Russland Symbolbild Manöver russische Soldaten Gori Russland
انځور: picture-alliance/dpa/Z.Kurtsikidze

د روسيې د دفاع وزير سرگي شويگو، ويلي دي چي په دغو مانورونو کي د روسيې په مرکزي برخو کي مېشت ځواک او ځينو نورو سيمو کي پراشوتي ځواکونو، جنگي او ترانسپورتي الوتکي ته د تيارسی اعلان سوی دئ.

دغه مانورونه چي د دوشنبې په ورځ پيل سوي دي او تر شنبې پورځي پوري به دوام وکړي، د پوځي ځواک ماموريت پکښي ارزول کیږي.

شويگو ويلي دي: «موږ باید خپل پراشوټي ځواک و آزمويو چي دوی يوه ليري ماموريت ته گومارل کيږي او په ناآشنا هوايي ډگرونو کي راکښته کيږي.»

په دغو مانورونو کي به د روغتيا او کرهڼي وزارتونو ملکي مامورين هم برخه اخلي چي په «جنگي حالت» کي به څه کوي.

د کريملن وياند ديميتري پيسکوف، ويلي دي چي جمهور رئيس ولاديمير پوتين په تکرار سره ويلي دي چي دی به د ناڅاپي پوځي مانورونو لارښوونه وکړي. «دا هغه څه دي چي اوس پيښیږي.»

د روسيې مرکزي پوځي سيمه له اورال څخه نيولي تر سايبريا پوري پرته ده. دغه راز د روسيې ليري شمالي سيمي هم په ځان کي رانغاړي.

د مني له پاره روسيې داسي پراخ پوځي مانورونه پلان کړي دي چي لس زره عسکر به برخه پکښې ولري.

روسيې د دوشنبې په ورځ په توره بحيره کي د سمندري ځواک مانورونه پای ته ورسول. دغه مانورونه د کريميا نيمه ټاپو په سمندري پوځي اډه کي ترسره سول.

له هغه وخت راهيسي (تيرکال) چي روسيې د اوکراين کريميا نيمه ټاپو د خپلي خاوري برخه وگرځوله هلته څو پوځي مانورونه وسول.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب