1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتين: اوس د ملکي و گړو د دفاع تر شعار لاندي د ليبيا وار دی

۱۳۹۰ فروردین ۱, دوشنبه

د روسيې صدراعظم ولاديمير پوتين وايي، د امريکا متحده ايالات چي په نړيواله کچه په ډيري اسانۍ سره د زور څخه کار اخلي هر وخت خپل تمايل ته د لومړيتوب حق ورکوي.

https://p.dw.com/p/RBAQ
د روسيې صدراعظم ولاديمير پوتين
د روسيې صدراعظم ولاديمير پوتينانځور: AP

پوتين ويلي دي، چي د يوګسلاويا ، افغانستان او عراق تر واقعو وروسته اوس د ليبيا نوبت دی چي هلته هم ملکي وګړي وژل کيږي.

پوتين ټول هغه څوک چي پر ليبيا باندي د بمباريو تر شا ولاړ دي بې منطقه او بې وجدانه و بلل.

د روسيې د صدراعظم ولاديمير پوتن په عقیده، اوس په نړیواله کچه د زور څخه کار اخستل ډير اسانه تر سره کيږي.

« ماته پخپله وسلواله مداخله تکليف نه راکوي، دا هر وخت پيښ سوي او له بده مرغه دا به همداسي دوام وکړي، خو ماته هغه څه تکليف راکوي چي څنګه کيدای سي چي په نړيواله کچه د زور اخستني دپاره ډيره اسانه او سمدلاسه پريکړه وسي.»

پوتين په روسيه کي د يوې فابريکې د کارګرانو سره د خبرو پرمهال وويل، چي د امريکا د متحده ايالاتو په سياست کي خپل تمايل ته د لومړيتوب حق ورکولو باندي په کلکه ولاړ دي.

پوتين د ملګر ملتونو په امنيت شورا کي د ليبيا د پريکړه په اړه هم يادونه وکړه چي په هغه کي روسيې خپله رايه و نه کاروله.

ولاديمير پوتين د پخوانيو وختونو څخه هم يادونه وکړه او ويې ويل چي « د بيل کلنټن په وخت کي يو ګسلاويا او بيلګراد په ميزايلو وويشتل سول او بوش افغانستان ته ځواکونه ولېږل او وروسته يې په بشپړه مکارتوب سره عراق ته عسکر وليږل او هلته يې د عراق حکومت د بېخه له منځه يوړی او حتي د صدام حسين د کورنۍ ماشومان پکښي ووژل سول».

پوتين وايي چي اوس نو د ملکي وګړو څخه د دفاع تر شعار لاندي د ليبيا نوبت دی.

خو د بمباريو په وخت کي ملکي وګړي وژل کيږي، نو څه سوه هغه دفاع او هغه وجدان چي دوی يې نارې وهي.

پوتين وويل چي اوس هلته ملکي وګړي په بمباريو کي وژل سوې دي د چا د دفاع په خاطر چي« پر هغه سیمه باندي بمبارۍ پيل سوي.»

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل