1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶ تر منځ ۵۳۰ تنه ژورنالستان وژل شوي دي

۱۳۹۶ آبان ۱۱, پنجشنبه

د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶ کلونو په جريان کې ۵۳۰ تنه ژورنالستان وژل شوي دي. دغه شمېر يونکسو خپور کړی دی. د «بې سرحده خبريالانو» د ټولنې په حواله په ۲۰۱۷ کال کې د اوسنيو شمېرو له مخې تر دې دمه ۴۷ ژورنالستان وژل شوي دي

https://p.dw.com/p/2mtdj
Berlin Internationaler Tag der Pressefreiheit
انځور: picture-alliance/dpa/M. Gambarini

«د ژورنالست په صفت ژوند وار په وار پسې خطرناکه کيږي.» دغه خبره کريستيان ميهر کوي چې د بې سرحده خبريالانو د ټولنې اجرائيوي مشر دی. د خبريالانو په وړاندې د جرايمو او جناياتو يوازې هره لسمه پېښه په بشپړه توګه څېړل کيږي. د دې له پاره چې دغې ستونزې ته د خلکو پام واړول شي، ملګرو ملتونو په ۲۰۱۳ کال کې د «ژورنالستانو په وړاندې د شوو جرايمو د نه سزا ليدلو» ورځ رامنځ ته کړې ده.

تر ټولو زيات ګواښ په اصطلاح د مدني ټولنې ژورنالستانو ته متوجه دی چې د انترنېټي بلاګونو يا ټولنيزو رسنيو لکه فيسبوک او تويتر د لارې معلومات خپروي. هغوی له داسې سيمو او هېوادونو څخه خبر ورکوي چې عادي ژورناستان ورته د وېرې له کبله نور مخه نه کوي. په ۲۰۱۴ کال کې د ملګرو ملتونو په پرېکړه ليک کې د مدني ژورناستانو رول او حفاظت ته د هغوی اړتيا په اول ځل په رسمي توګه ومنل شول. خو د ډېرو پرېکړه ليکونو سربېره چې هدف يې د رسنيزو فعالينو ساتنه او ژغورنه وه، د قتلونو او وژنو شمېر لا، ډېر لوړ پاته دی.

Deutsche Welle The Bobs 2014 Christian Mihr Deutschland
د بې سرحده خبريالانو د ټولنې اجرائيوي مشر، کريستيان ميهرانځور: DW

آيا بشري حقونه اهميت نه لري؟

د ښاغلي ميهر په خبره د دغسې پېښو اصلي علت د ډېرو هېوادونو سره پاشل کېدل دي. ميهر وايي: «په افغانستان، سوريه يا سوماليا کې په حقيقت کې داسې سازمانونه قدرتمن شوي دي چې د بشري حقونو په هکله پلي تړونونه نور نه مراعاتوي.»

خو د بې سرحده خبريالانو د ټولنې اجرائيوي مشر ميهر دا هم وايي چې د دولتونو سره پاشل کېدل یوازنۍ ستونزه نه ده. په ډېرو مواردو کې ځينې هېوادونه خپله هيڅ علاقه نه لري چې د ژورناستانو په وړاندې شوې جنايي پېښې دې رابرسېره شي. هغه وايي: «ژورنالستان ډېر وخت د داسې شيانو په هکله راپور ورکوي چې د حکومت يا حاکمې ادارې د ځينو غړو نه خوښيږي.»

د دې له پاره چې دغسې ناوړه کړه وړه وليدل شي، بايد هرومرو لېرې پرتو ځايونو ته نظر وانه چول شي، بلکې مالتا هم داسې يو هېواد دی چې له ورته ستونزو سره مخامخ دی. د ژورنالستې، دافنه کاروانا ګاليسيا د قتل په برخه کې د دولت له خوا د دغې قضيه د سپينولو په علاقه کې کريستيان ميهر شک لري.

نيونې، يرغمل نيونې او شکنجې په زياېدو دي

نه یوازې د وژل شوو ژورنالستانو شمېر، بلکې د تاوتريخوالو د پېښو شمېرې هم په زياتېدو دي. خپلسرې نيونې، يرغمل نيونې او شکنجې يو څو دغسې جرايم او جنايات دي چې يونسکو ورته ګوته نيولې ده. په دې علاوه په ديجيتله فضا کې د خلکو د بدنامۍ په غرض کمپاينونه او د ژورنالستانو پر ويبپاڼو باندې بريدونه هم راځي. ډېر شمېر کسان د ديجيتلې څارنې په واسطه شپه او ورځ تعقيبيږي. دا کار د ډېرو خلکو په اند خطرناک نه معلوميږي، خو ښاغلی ميهر زياتوي:

«په نيمه برخه هغو مواردو کې چې بې سرحده خبريالان ورسره اوس مرسته کوي، انسانان په يوه اضطراري حالت کېوتل يعنې نيول شوي يا شکنجه شوي دي، ځکه چې تر مخه هغوی په ديجيتل ډول څارل شوي ول.»