1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ۲۰۱۵ کال کې نږدې ۱،۱ میلیون مهاجر آلمان ته رسیدلي دي

۱۳۹۴ دی ۱۰, پنجشنبه

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل او د هغې د ګوند غړو ویلي دي چې د ځیرکو تګلارو په مرسته کولای شي د مهاجرو شمیره راټیټه کړي. خو د سږ کال د مهاجرو د کړکیچ سربیره به بیا هم د آلمان دروازې پرانیستې پاتې شي.

https://p.dw.com/p/1HWVB
Passau Deutschland Registrierung Migranten Zelt
انځور: Getty Images/S.Gallup

د بایرن ایالت د ټولنیزو چارو وزیرې ایمیلیا مولر، د چهار شنبې په ورځ وویل چې ۲۰۱۵ کال کې په آلمان کې ۱،۱ میلیونه مهاجر او کډوال ثبت شوي دي. دا شمیره د تیر کال په پرتله پنځه برابره ډیره ده.

ډیر شمیر مهاجرو چې له جګړه ځپلو هیوادونو څخه په تیښته کې وه د بالکان له لاري تر تیریدو وروسته يې ځانونه د آلمان بایرن ایالت ته رسولي دي.

شاو خوا ۱۶۰ زره مهاجر په بایرن ایالت کې پاتې شوي دي او نور مهاجر بیا د آلمان په نورو ۱۵ ایالتونو ویشل شوي دي.

د مهاجرو کړکیچ د انګلا میرکل د مسیحي دیموکرات ګوند (CDU) او په بایرن ایالت کې د دې ګوند بله برخه یا مسیحي سوسیال ګوند (CSU) تر منځ هم ځینې ستوزې رامنځته کړي دي.

مولر چې د CSU ګوند غړې هم ده وایي: «CSU ګوند پر پولو د سختو تدابیرو غوښتنه کوي ځکه آلمان نه شي کولای دي شمیر کسانو ته هر کال ځاې ورکړي.»

د چهارشنبې په ورځ د CSU ګوند وړاندیز وکړ چې حکومت باید هغه کسان بیرته خپلو اصلي هیوادونو ته واستوي چې اسناد او پاسپورت نه لري. سربیره پر دې چې په اروپا کې اندیښنې شته چې ښایي جهادیان د مهاجرو تر نوم لاندې ځان اروپا ته ورسوي خو بیا هم دا وړاندیز د CDU له خوا رد شوی دی.

د میرکل CDU ګوند پر پرانیستو دروازو تګلارې ټینګار کوي او همداراز د دې ګوند نورې تګلارې د اروپا پر پولو د امنیتي تدابیرو د سختولو او په ترکیه کې د مهاجرو ساتل دي. CDU همداراز پر دې هم ټینګار کوي چې مهاجر باید د اروپایي اتحاديي پر غړیو هیوادونو د یو فورمول له مخې وویشل شي.

اټکل کیږي چې د مهاجرو کوربه توب آلمان ته ۱۷ میلیارده یورو لګښت ولري. آلمان له هر بل اروپایي هیواد څخه ډیرو مهاجرو ته ځاې ورکړی دی. په دې مهاجرو کې ډیر شمیر کسان له آلبانیا، صربستان او کوسوه هیوادونو څخه هم دي چې په دې هیوادونو کې له بیکاري څخه تښتي.

د دې له پاره چې د جګړه ځپلو هیوادونو څخه راغلیو مهاجرو ته پناه ورکړل شي د آلمان حکومت اعلان وکړ چې د بالکان هیوادونو څخه راتلونکي مهاجر به بیرته خپلو اصلو هیوادونو ته واستول شي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت سازمان د چهارشنبې په ورځ وویلي چې د سمندر له لارې اروپا ته له یو میلیون څخه ډیر کسان راغلي دي.

د سمندر له لارې د راغلیو کسانو له ډلې څخه ۸۴۴۱۷۶ یې یونان ته رسیدلي دي، ۱۵۲۷۰۰ نور یې ایتالیا ته او همداراز اسپانیا او مالتا ته په ګډه توګه څلور زره کسان رسیدلي دي.

اروپایي اتحاديې ته د راغلیو کسانو ۴۹ سلنه له سوریې څخه دي، ۲۱ سلنه له افغانستان څخه او همداراز له عراق او اریتیریا څخه هم ډیر شمیر کسان راغلي دي.