1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ایران، پاکستانه افغانستان ته د تلونکو مهاجرو شمیر لوړ شوی

۱۳۹۶ آذر ۷, سه‌شنبه

د مهاجرت نړيوال سازمان ویلي چې له پاکستان او ايران څخه افغانستان ته د نه ثبت شویو مهاجرو په شمیر کې زیاتوالی راغلی. دې سازمان ویلي چې د روان کال له پیله ۵۰۳ زره مهاجر له دغو له دغو هیوادونو افغانستان ته رسیدلي.

https://p.dw.com/p/2oPDu
Grenze Iran Afghanistan afghanische Flüchtlinge Abschiebung
انځور: picture-alliance/Ton Koene

د «آي او ام» ادارې په یوه تازه رپوټ راغلي دي چې دغه مهاجر په ايران او پاکستان کې د مختلفو فشارونو او د محافظت شرایطو د خرابیدو له کبله خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د مهاجرت نړيوال سازمان وايي چې دغه مهاجر ډیری يې هغه کسان دي چې د څو لسيزو راهیسې له خپل هیواد څخه لرې ول، چې تر بيرته ستنيدو وروسته د يو نوي ژوند د جوړيدو له پاره د دولت او مرستندويه سازمانونو سختو بشري مرستو ته اړتيا لري. که څه هم تازه خپرې شوې شمیرې د تیر کال په پرتله ټیټې دي، خو د مهاجرت نړيوال سازمان روښانه کړې ده چې په دې برخه کې په وروستیو اوونيو کې د پام وړ زياتوالی راغی دی.

له پاکستان څخه ستنيدل

د مهاجرت نړيوال سازمان شمیرې ښيي چې د روان کال د نوامبر مياشتې له ۱۹مې څخه تر ۲۵مې نيټې پورې ۶۶۶ افغان مهاجر چې اسناد يې نه لرل له پاکستان څخه په خپله خوښه او يا هم د فشارونو له وجې بيرته افغانستان ته ستانه شوي دي. پر پوله د مهاجرو او بيرته ستنيدونکو ادارې د څار ډلې ویلي دي چې دغه مهاجر يوازې د ننګرهار د تورخم او د کندهار د سپين بولدک بندرونو له لارې افغانستان ته رسیدلي دي.

ويل شوي دي چې په یاد شمير مهاجرو کې ۵۷۱ تنه يې په خپله خوښه او ۹۵ تنه نور يې په جبري توګه اخراج شوي دي. دغه شمیر تر دې نیټې يوې اوونۍ مخکې مودې په پرتله ۲۲ سلنه کموالۍ ښيي. دوه اوونۍ مخکې، له پاکستان څخه د اخراج شويو او بيرته ستانه شويو افغان مهاجرو شمير ۸۵۰ تنه وو.

د روان ميلادې کال له پيل څخه تر تيرې اوونۍ پورې له پاکستان څخه افغانستان ته په مجموعي توګه ۹۵ زره او ۶۲۳ تنه افغانان اخراج او يا بيرته په خپله خوښه ستانه شوي دي. د مهاجرت نړيوالې ادارې ويلي دي چې سږ کال يې له پاکستان څخه افغانستان ته د بيرته ستنيدونکو مهاجرو چې راجستر شوي نه دي، ۹۲ سلنې سره يې د ستنيدو پر مهال مرستې کړي دي.

له پیدایښت راهیسې مهاجرت کې ژوند کول

له ایران څخه ستنيدل

د مهاجرت نړيواله اداره دغه راز وايي چې د نوامبر مياشتې له ۱۹مې څخه  تر ۲۵مې نيټې پورې له ايران څخه ۱۳ زره او ۸۴۲ تنه افغان مهاجر بيرته افغانستان ته ستانه شوي دي. دا هغه افغانان دي چې اسناد يې نه لرل. له دغې ډلې څخه ۵۴۱۶ تنه يې په زور اخراج شوي دي. دغه سازمان زياتوي چې په وروستۍ اوونۍ کې له ايران څخه افغانستان ته په زور اخراج کړل شويو مهاجرو په ډله کې ۱۱ سلنه يې کورنۍ دي. د مهاجرو او بيرته ستنيدونکو ادارې د سرحدي نظارت ډلې ويلې دي چې دغه اخراج شوي او بيرته ستانه شوي افغان مهاجر په نيمروز کې د ميلک او هرات کې د اسلام قلعه بندر له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

د مهاجرت نړيوال سازمان شمیرې ښيي چې د روان ميلادي کال له پيل راهيسې له ايران څخه افغانستان ته ۴۰۷ زره او ۶۶۶ تنه مهاجر یا په خپله خوښه تللي او يا هم په زور اخراج شوي دي.

د ماشومانو او ناروغانو اخراج

د مهاجرت نړيوالې ادارې (آي. او. ام) د آمارو له مخې، په زور او جبري ډول اخراج کړل شويو مهاجرو کې ډير شمير اړمن ناروغان او د ۱۸ کلونو څخه د ښکته عمر لرونکي بې سرپرسته افراد هم شامل دي. د دغه سازمان د نوی رپوټ په حواله، له ايران څخه ۱۲۷ تنه بي سر پرسته ماشومان او له پاکستان څخه ۲ تنه بې سرپرسته ماشومان اخراج شوي دي. ايران پر دې سربیره ۱۵ ډیر عمر لرونکي او ۷ تنه بې سرپرسته ښځې هم افغانستان ته اخراج کړي دي.

له ايران څخه د اخراج شويو افغان مهاجرو په ډله کې ۸۰ تنه يې د سختې ناروغۍ درلودونکي کسان دي چې روغتيايي خدماتو ته اړتيا لري، د مهاجرو نړیوال سازمان روښانه کړې ده چې له پاکستان څخه په دې وضعيت کسان نه دي اخراج شوي.

د بيرته ستنيدو لاملونه

د مهاجرت نړيوال سازمان وايي چې افغانستان ته د بې اسناده مهاجرو د بيرته ستنيدلو لاملونه هغو سياسي، امنيتي او نور عواملو سره تړلي دي چې هم دننه په افغانستان او هم په ګاونډيو هيوادونو کې چې افغان مهاجر په کې ميشت دي شتون لري. دا سازمان زیاتوي چې په هر بل وخت کې هم د دې امکان شته چې د دغه شان لاملونو له وجې د مهاجرو څپې بيرته د خپلو هيوادونو پر لور وخوځيږي. (آي. او. ام) وړاندوينه کړې وه چې په ۲۰۱۷ کال کې به په مجموعي ډول ۵۶۰ زره هغه افغان مهاجر چې اسناد نه لري، له پاکستان او ايران څخه افغانستان ته بيرته ستانه شي.

دغه سازمان د پاکستان او ايران څخه بيرته ستانه شويو مهاجرو ۸۵ سلنې برخې سره د نوي ژوند پیلولو په برخه کې د خوراکي مودو، مالي او پیسو مرستې کړي دي. د مهاجرت نړيوال سازمان ويلي دي چې هڅې يې پیل کړي تر څو له افغان حکومت سره په ګډه له هغو مهاجرو سره چې له ايران څخه افغانستان ته ستنيږي هم مرستې ترسره کړي.

آي. او. ام. /رضا شير محمدي/ م. ک. ص