1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په یونان کې یو مهاجر ځان ته اور ورته کړی

۱۳۹۷ فروردین ۳, جمعه

د یونان په لیسبوس ټاپو کې د مهاجرو په یوه کمپ کې یو مهاجر ځان ته اور ورته کړی. د یونان په دې ټاپو کې له میاشتو راهیسې ډېر مهاجر بند پاته دي او د ژوند له بدو شرایطو شکایت کوي.

https://p.dw.com/p/2upfe
Griechenland Hotspot Flüchtlingscamp Internierung
انځور: picture-alliance/dpa/O. Panagiotou

یواناني چارواکو د پیښې په تړاو ویلي دي چې دغه ۲۶ کلن سوریايي مهاجر لږ سوځیدلی او اوس په یوه ځايي روغتون کې بستر دی. د یونان ځايي رسنیو بیا ویلي دي چې د اور سوځیدنې دغه پیښه په موریا کمپ پوري اړوند د پناه غوښتنې دفتر مخ ته شوې ده. د موریا کمپ تر دې مخکې د پوځیانو قرار ګاه وه او د یوې تپې پر سر موقعیت لري. په دې کمپ کي د مهاجرو د ژوند وضعیت ډیر خراب ښوول شوی دی.

په همدې ټاپو کې د مهاجرو په یوه بل کمپ کې شاوخوا ۵۰۰۰ مهاجر او پناه غوښتنونکي ژوند کوي. د دې کمپ اصلي ظرفیت ۳۰۰۰ کسان دی او دلته میشته مهاجر له میاشتو راهیسې د خپل راتلونکي په هکله پریکړي ته شپې او ورځې سبا کوي.

له شاوخوا یو کال راهیسې هغه مهال چې د بالکان لاري وتړل شوې، له افغانستان، سوریې او عراق څخه شاوخوا ۶۰ زره مهاجر په یوانان کې بند پاتې دي. هغه وخت يعني په ۲۰۱۵م کال  چې اروپايي ټولنه د مهاجرت له کړکیچ سره لاس او ګریوان وه، د یونان لسبوس ټاپو اروپا ته د تلونکو مهاجرو یو له اصلي لارو څخه وه.

روانه میاشت د اروپايي ټولنې او ترکیې ترمنځ د مهاجرو د مخنیوي په هکله شوي تړون دوه کاله پوره کیږي. د دې تړون په نتیجه کې هغه مهاجر چې د یونان ټاپوګانو ته رسیږي د رد کیدو په صورت کې به بیرته ترکیې ته لیږل کیږي. دا په داسې حال کې ده چې د مهاجرو د اسنادو او پناه غوښتنې ارزول او په هکله یې پریکړه له ډیر ځنډ سره مخ کیږي او څو میاشتې وخت نیسي.

پر ورته موضوع یو انځوریز البوم زموږ له آرشیف څخه: