1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په یونان کې د مهاجرو شمیر تر ۵۰ زرو واوښت

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۵ فروردین ۲, دوشنبه

له یونان څخه ترکیې ته د بیرته ستنول کیدو د خطر سربیره، اوس هم ډیر شمیر مهاجر کوښښ کوي ځان یونان ته ورسوي او له هغه ځایه د اروپا شمال پر لور خپل سفر ته دوام ورکړي. د یونان حکومت د مرستو په تمه دی.

https://p.dw.com/p/1IHCV
انځور: Getty Images/AFP/A. Tzortzinis

د کډوالو کړکیچ اړوند له ترکیې سره د اروپایې اتحادیې د موافقتنامې تر عملي کیدو وروسته هم یونان ته د مهاجرو د را رسیدو لړۍ دوام لري. د میلادي اونۍ په پيل کې په یونان کې د مهاجرو شمیر تر ۵۰ زرو لوړ شوی دی.

په یونان کې کړکیچ ته د رسیدگۍ ادارې په حواله په دغه هیواد کې د کډوالو دقیق شمیر ۵۰۴۱۱ تنه دی. یوازې د ایډومیني په سرحدي سیمه کې لږ ترلږه ۱۲ زره مهاجر موجود دي. د یکشنیې په شپه ۱۶۶۲ تنه مهاجر د ترکیې له سواحلو څخه د یونان ټاپوگانو ته رسیدلي دي.

د یونان ساحلي گارد شاوخوا هغه ۱۰۰ تنه مهاجر ژغورلي دي چې د آژه په سمندر کې د ډوبیدو له گواښ سره مخامخ شوي ول. په اتن کې د کډوالو چارو ادارې په حواله د دوی له جملې څخه ۸۳۰ تنه یې د خیوس او ۶۹۷ تنه یې د لیسبوس ټاپو ته رسیدلي دي.

د رسمي ارقامو پر بنسټ د یکشنې په ورځ ۸۷۵ او د شنبې په ورځ ۱۵۰۰ تنه مهاجر د یونان ټاپوگانو ته اوښتي دي. دغو مهاجرو هیله درلوده چې د نوي موافقتنامې د پلي کیدو تر وروستیو شیبو مخکې به د اروپا د شمال پر لور خپل سفر ته دوام ورکړي.

په یونان کې د کډوالو د چارو مشر جورجیوس کریتسیس، د کډوالو د سفر درول یوه هدفي ستونزه بللې. نوموړي په عین وخت کې د اروپا اتحادیې او ترکیې د غبرگون په هکله نا امیدي څرگنده کړی ده.

په یونان کې د کډوالو د چارو مشر جورجیوس کریتسیس
په یونان کې د کډوالو د چارو مشر جورجیوس کریتسیسانځور: picture-alliance/AP Photo/A. Zemlianichenko

کریتسیس زیاته کړی ده چې تر اوسه پورې د اروپایې اتحادیې مرستې یونان ته نه دي رسیدلي او روان وضعیت یو عاجل غبرگون ته اړتیا لري. د هغه په اند د مهاجرو مسالې ته د رسیدگۍ له پاره په ټوله ۴۰۰۰ اضافي ځواکونو ته اړتیا ده.

پر ترکیې نیوکې

کریتسیس، وایې چې له اروپایې اتحادیې سره د ترسره شوي موافقتنامې له مخې ترکیې ژمنه کړی ده چې یونان ته د مهاجرو د سفر مخه نیسي. دغې موافقتنامې د یکشنبې ورځي راهیسې عملي شکل غوره کړی دی.

په عین وخت کې د دغې موافقتنامې له مخې یونان ته تازه رسیدلي مهاجر باید بیرته ترکیې ته واستول شي او د هر مهاجر په بدل کې یو بل مهاجر باید په قانوني توگه د اروپایې اتحادیې غړو هیوادونو ته انتقال شي.

تیر کال د ترکیې له مسیر څخه د یونان او بالکان د هیوادونو له لارې ۸۵۰ زره مهاجر د اروپا شمال لویدیځ ته راغلي ول. اوس مهال په ترکیه کې شاوخوا دری ملیونه مهاجر موجود دي چې اکثره یې غواړي د اروپا پر لور خپل سفر ته دوام ورکړي.