1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په یونان کي مهاجر په سختو رواني مشکلاتو اخته دي

۱۳۹۶ مهر ۱۸, سه‌شنبه

د بې سرحده ډاکترانو سازمان پر یونان او اروپايي ټولني تور لگوي، چي د یونان په جزیرو کي د مهاجرو دورځ په ورځ خرابیدونکي رواني حالت مسئولیت لري. دغه سازمان په مخ پر ډیریدونکي ډول سره د هغو مهاجرو درملنه کوي، چي ځانونه وژني.

https://p.dw.com/p/2la3i
Griechenland Athen Zentrum für unbegleitete Flüchtlingskinder
انځور: picture-alliance/AP Photo/T. Stavrakis

ددغه خیریه سازمان په یوه تازه رپوټ کي چي همدا نن سه شنبه خپور سوی دی، راغلي دي چي ددغه سازمان یو ټیم د یونان د لیسبوس او ساموس په جزیرو کي په زیاتیدونکي ډول سره داسي ناروغه مهاجر معاینه کوي، چي د ځان وژنو او یا ځان ټپي کولو کوښښونه کوي او یا هم داسي کسان چی له سختو رواني مشکلاتو سره مخامخ سوي وي. د سازمان په خبره تشدد، بې تفاوتي، متضره کیدل او د ژوندانه خراب شرایط دسختو رواني او روحي مشکلاتو سبب کیږي.

له همدې کبله د بې سرحده ډاکترانو سازمان د یونان او اروپايي ټولني څخه غوښتنه کوي چي د یونان په جزیرو کي پراته ټوله مهاجر وچي ته انتقال، تر څو هلته په ښه ډول سره ځای پرځای او هم وکولای سي لازمو صحي خدماتو ته لاسرسئ پیدا کړي.

د یونان په ساموس کي د بې سرحده ډاکترانو سازمان د رواني پروگرام آمر جاین گریمس په خبره «دغو انسانانو په خپلو هیوادونو کي بمبارۍ، سخت زورزیاتئ او روحي مشکلات لیدلي دي. خو د یونان په جزیرو کي هم د هغوی حالت چنداني ښه نه دی چي دا بیا په خپل وار هغوی د شک او تردد، مایوسۍ او سختو رواني مشکلاتو سره مخامخ کوي.»

د بې سرحده ډاکترانو سازمان په حواله د دوبي پر مهال په لیسبوس کي هره اوونۍ له ۶ تر ۷ پوري داسي نوي مریضان کلینیک ته ورتلل چي د ځان وژني او یا ټپي کیدو کوښښونه یې کړي وه او یاهم په خپلو ټاټوبو کي د سختو رواني مشکلاتو سره مخامخ سوي ول.

د دوی په خبره د تیرو درو میاشتو په پرتله په کلینیک کي د ناروغو مهاجرو تعداد ۵۰ سلنه لوړ سوی دی.

زموږ له ارشيف څخه: