په یمن کي جگړه ځپلي په کثافاتو ژوند ژغوري
په سلونو زره یمنیان د مرگ او لوږي له گواښ سره مخامخ دي. په میلیونو کسان په هیواد کي دننه د تیښتي په حال کي دي. د روزیق کورنۍ هم د بریدونو له امله مجبوره سوې چي خپل ټاټوبی پریږدي. هغوی اوس په کثافاتو ژوند پر مخ بیايي.
په چټلیو کي د ژوندي پاته کیدو په هیله
د یمن په لویدیځ کي د حُدایده بندري ښار. آیا دا د ژوند کولو له پاره مناسب ځای دی؟ د روزیق د کورنۍ له پاره هو. د هغوی له پاره یوازي دا مهمه ده چي ژوندي پاته سي.
په بې وزله کوډله کي د آرامۍ احساس
دلته د کورنۍ ۱۸ غړي د هیواد په شمال لویدیځ کي پروت خپل ټاټوبي په پرتله ځانونه ډاډمن احساسوي. دا ځکه چي هلته د سعودي عربستان په مشرتوب جنگي الوتکو له خوا بمبارۍ کیږي.
له کثافاتو څخه خوراک
د روزیق د کورنۍ سباناری. یو څه وچه ډوډۍ، پټاټې او دولمه یې مرچ. هغه څه چي په دیگ کي پخیږي، په ډیر زحمت یې له کثافاتو راټول کړي دي.
په جگړه کي ماشومتوب
ایوب محمد روزیق یوولس کلن دی. د خوراکي توکو ترڅنگ هغه پلاستیکي بوتلان هم راټولوي تر څو د لږو پیسو په بدل کي یې خرڅ کړي.
د ژوندي پاته کیدو برخه
د روزیق کورنۍ هغه څه چي په کثافاتو کي پیدا کوي، په یوه له کاره لویدلي یخچال کي ساتي.
د خدای په توکل
محمد روزیق د کورنۍ پلار دی. دغه ۶۷ کلن وایی چي هغه د خارجیانو مرسته نه غواړي. هغه وايي «موږ یوازي دا غواړو چي جگړه پای ته ورسیږي. یوازي دغه ناورین ختم سي. خدای مهربان او روزي رسان دی.»
په وږي نس خوب
د روزیق کورنۍ په خپله بې وزله کوډله کي تر پلاستیکي چت لاندي پر کارتنونو یا ټوکره یې زانگو گانو کي بیدیږي. په خاص ډول د یمني کوچنیانو له پاره دغه ډول حالت ډیر سخت دی. د هغوی دوه میلیونه له سؤتغذي سره مخامخ دي.
ددغه ناورین پای نه ترسترگو کیږي
یوولس کلن ایوب محمد د لمر تر لویدو پوري د کثافاتو په راټولولو اخته دی. یمن ته بشري مرستي نه رسیږي. بندرونه او هوايي ډگرونه اوس هم د سعودي عربستان په مشرۍ نظامي ائتلاف له خوا تر محاصرې لاندي او تړلي دي.