1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کینیا کې محصلین برمته نیول شوي دي

مسعود جهش (AFP, AP, Reuters)۱۳۹۴ فروردین ۱۳, پنجشنبه

په کنییا کې هغه وخت مرګ ژوبله رامنځ ته شوه چې یو شمیر وسله والو کسانو د یوه پوهنتون پر ساحې باندې برید وکړ او یو شمیر محصلین يې برمته کړل. ولسمشر په چټکه توګه د لا زیاتو پولیسو د ګومارنې امر کړی دی.

https://p.dw.com/p/1F29W
انځور: picture-alliance/AP Photo

د کینیا ولسمشر اوهاورو کینیاتا، تر هغه وروسته چې وسله والو کسانو په ګاریسا ښار کې د پنجشنبې په ورځ پر یوه پوهنتون باندې برید وکړ په تلویزیون کې خبرې وکړې. هغه وویل: «زه خواشینی یم چې خپل ملت خبروم چې نن ترهګرو د ګارسیا پر پوهنتون باندې برید وکړ. هغوی یو شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوړولې ده او یو شمیر نور يې بیا ټپیان کړي دي.»

ولسمشر ټینګار وکړ چې کینیا د امنیتي ځواکونو د کمښت له کبله له دغې ستونزې سره مخامخ شوې ده. هغه د خپل هیواد د پولیسو مشر ته امری وکړ چې د ۱۰۰۰۰ امنیتي ځواکونو د ژر ګومارلو چارې پیل کړي.

د پنجشنبې ورځې په پیښه کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او په لسهاو تنه نور بیا ټپیان دي. د دغه برید پړه د الشباب ډلې پر غاړه اخیستې ده.

د پنجشنبې په ورځ یو تن برید کوونکی د پوهنتون ساحې ته په ننوتو وتوانید او د لاسي بمونو په اچولو یې دروازه د نورو برید کوونکو له پاره پرانیسته. د کینیا د پولیسو مشر ویلي دي چې برید کوونکو لیليې ته تر ننوتو وروسته پر محصلینو باندې چې لا هم ویده وو ډزې کړې دي.

له بلې خوا په کینیا کې د سره صلیب ادارې ویلي دي چې یو شمیر محصلین د برید کوونکو له خوا برمته شوي دي. د الشباب ډلې ویاند هم د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې هغوي یو شمیر عیسوي محصلین برمته کړي دي. هغه زیاته کړې ده چې مسلمان برمته شوي کسان یې آزاد کړي او دا چې په پوهنتون کې اوس هم جګړه روانه ده.

الشباب ډلې تر هغه وروسته پر کینیا باندې د بریدونو ترسره کولو اعلان وکړ چې دغه هیواد د سومالیا هیواد د عملیاتو له پاره خپل ځواکونه واستول.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب