1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کوټه کي پراخ لاريون او د حقونو غوښتنه

۱۳۹۶ اسفند ۲۰, یکشنبه

د پاکستان د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کي يوې لويي غونډي د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل چي ولسونو ته دي حقونه ورکړي. په هکله د ژورنالست محمد اسلم اڅکزي سره مرکه دلته واورئ:

https://p.dw.com/p/2u7Ky
Pakistan Sadiq Zharak in Quetta
انځور: shal.afghan

PAS - Interview: Große Kundgebung für mehr Rechte in Quetta - MP3-Stereo

د فبرورۍ مياشتې په لومړۍ نېټه په پلازمېنه اسلام آباد کي يوه لويه احتجاجي غونډه پېل سوه. د دغې غونډي ګډونوالو د نقيب مسېد په نوم قبايلي ځوان په وژني د تورن لوړپوړي چارواکي د نيولو او يو شمېر نورې غوښتني کولې. د پاکستان د لومړي وزير له خوا د غوښتنو د منل کېدو د ژمني وروسته دغه احتجاجي غونډه ودرول سوه. د دغه احتجاجي غورځنګ مشري د منظور پښتېن په نوم ځوان کوي چي نن يې د بلوچستان ايالت په کوټه ښار کي په يوه بله لويه غونډه کي ګډون وکړ. په دي هکله د ژورنالست محمد اسلم اڅکزي سره مرکې ته غوږ سئ چي پکښي لومړۍ پوښتنه دا سوې چي د دغه غورځنګ غوښتني په اسلام آباد کي کومي وې؟: