1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په کوهاټ کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۱, جمعه

په پاکستان کې د افغانستان پولې ته نزدې د سرویسونو په یوه ترمینل کې چاودني یو پولیس وژلی او ۱۳ کسان پکښې ټپیان شوي دي. تر اوسه پورې کومې ډلې د پیښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

https://p.dw.com/p/2xWcJ
Unruhen in Karachi Pakistan
انځور: Getty Images/AFP/A. Hassan

د پولیسو چارواکي نعمان خان، ویلي دي چې چاودونکي مواد په یوه موټر سایکل کې ځای پر ځاي شوي ول او کله چې د سرویسونو دې ترمنل ته د پولیسو ګزمه راغله نو هغه ته چاودنه ورکړل شوه. دغه چارواکي زیاته کړې ده چې پیښه د پاکستان شمال لویدیځ کوهاټ کې رامنځ ته شوې ده.

هغه زیاته کړې ده چې اوس د چاودنې د څرنګوالي په اړه څیړنې روانې دي.

د ځایي روغتون یوه چارواکي احسان خان، ویلي دي چې د ۱۳ ټپیانو په ډله کې د پنځو تنو روغتیایي وضعیت حساس دی.

کوهاټ د افغانستان پولې ته نزدې پروت دی. په دې سیمه کې ډیر وخت امنیتي پیښې رامنځ ته کیږي چې له کبله یې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوړي. 

پاکستان په دې سیمه کې څو پوځي عملیات کړي دي چې د کورنیو او بهرنیو یاغیانو بنسټونه او شبکې له منځه یوسي، خو اوس هم یاغیان د دغه شان بریدونو تر سره کولو وړتیا لري.