1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورين

په کونړ کي واوري ښوېدني ۱۰ کسان وژلي دي

۱۳۹۶ آبان ۲۶, جمعه

د کونړ چارواکي وايي چې د دغه ولايت په چپي درې ولسوالۍ کې پر یوه کور د واورې ښويدو په پېښه کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۱۰ کسان وژل شوي او یو ټپي شوی دی.

https://p.dw.com/p/2nmeJ
د کونړ يوه برخه
انځور: DW

د کونړ ولايت ویاند غني مصمم په سيمه کې دویچه ویلي ته وویل، چې پيښه د پنجشنبې په ورځ ناوخته د چپې درې ولسوالۍ په يوه غرنۍ سيمه کې رامنځ ته شوې او ښايي په جزیاتو کې يې تغیر راشي.

هغه وويل چې ولايت مقام له طبیعي  پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې ته لارښوونه کړې چې ژر تر ژره سیمي ته د مرستو ډلګۍ ولېږي.

د چپې درې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي شفیق الله ویاړ په تليفوني خبرو کې په ننگرهار کي د دويچه ويله خبريال ته وويل: «د بهادر کلي په پېښه کې د مغل په نوم د یوه کس د کورنۍ اوه غړي، چې یوه مېرمن او څلور ماشومان پکې شامل دي وژل شوي او یو بل کس زخمي شوی دی.»

هغه هم وويل چې ممکن د وژل شویو او ټپيانو په شمېر کې بدلون راشي، ځکه سیمه ډېره لرې ده او ځینې خلک اوس هم بند پاته دي.

وړمه شپه بیا د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې د زیاتو اورښتونو له امله د يوې سمڅې د کښېناستو په پېښه کې درې کوچي ځوانان او د هغوى١٥٠پسونه مړه شول.

دا په داسي حال کې ده چې تر تېرو څو میاشتو ځنډ وروسته په نژدې ټول هيواد کې اورښتونه او واوري اورېدل پیل شوي چې د سر ومال د زیان تر څنګ یې ځیني لاري هم د ټرافیکو پر مخ بندي کړي.

اميد ديدار/ ننگرهار

زموږ له ارشيف څخه: