په کومو هیوادونو کې تر ټولو زيات وگړي بانکي حساب نه لري؟
د نړۍ تر نيمايي نفوس څخه زيات انسانان لا تر اوسه خپل بانکي حساب نه لري. د نړيوال بانک د شمېرو پر اساس په دغو لسو هيوادونو کي بانکي حساب نه لرونکي تر ټولو زيات انسانان ژوند کوي. دلته يې وپېژنئ:
لومړی مقام ـ چين
د بانکي حساب نه لرونکو تر ټولو کسانو شمیر تر بل هر هیواده په چین کې لوړ دی. د چين له ټول نفوس څخه ۲۲۵ ميليونه يې بانکي حساب نه لري.
دویم مقام ـ هند
د ټولې نړۍ بانکي حساب نه لرونکو وګړو ۱۱ سلنه په هند کي ژوند کوي. په دغه هيواد کي په ټوليزه توګه ۱۹۰ ميليونه انسانان پرته له دې چې بانکي حساب ولري، خپل کاروبار چلوي.
دریم مقام ـ پاکستان
پاکستان په نړۍ کي د بانکي حساب نه لرونکو وګړو د شمیر له مخي پر دريم مقام دی. په دغه هيواد کي تقريبا ۱۰۰ میليونه انسانان بانکی حساب نه لري.
څلورم مقام ـ اندونيزيا
د بانکي حساب نه لرونکو انسانانو د شمېر په اساس اندونيزيا هم له پاکستان څخه زيات ليري هيواد نه دی. په اندونيزيا کي تقريبا ۹۵ میليونه انسانان بانکي حساب نه لري.
پنځم مقام ـ نايجيريا
په افريقايي هيواد نايجيريا کي تقريبا ۶۲ میليونه انسانان بانکي حساب نه لري.
شپرم مقام ـ مکسيکو
په مکسيکو هيواد کي تقريبا ۵۸ مليونه انسانان بانکي حساب نه لري.
اووم مقام ـ بنګله دېش
په بنګله دېش هيواد کي تقريبا ۵۷ مليونه انسانان هيڅ بانکي حساب نه لري.
اتم مقام ـ وېتنام
وېتنام په دغه ليست کي ۸ مقام لري. د دغه هيواد تقريبا ۴۹ میليونه انسانان بانکي حساب نه لري.
نهم مقام ـ برازيل
د برازيل تقريبا ۴۸ میليونه انسانان له بانکي حساب څخه محروم دي.
لسم مقام ـ فيليپين
په فيليپين هيواد کي تقريبا ۴۶ میليونه انسانان بانکي حساب نه لري.