1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کولمبیا کې د پل رالویدو پيښي لس کسان وژلي دي

۱۳۹۶ دی ۲۶, سه‌شنبه

د پله د رالویدو پیښه د کولمبيا په مرکزي غرنۍ سیمه کې رامنځ ته شوې ده. په پام کې وه ۴۴۶ متره اوږد پل په مارچ میاشت کې پرانیستل شي. دغه پله مرکزي لویه لار له پلازمیني بوګوتا سره نښلوله.

https://p.dw.com/p/2qv2Q
Kolumbien Brücke eingestürzt zwischen Villavicencio und Bogota
انځور: picture-alliance/dpa/Ministerio de Transporte/colprensa

په پام کې وه چې په نزدې وخت کې د دغه پل ساختماني چارې ختمې شي او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. په پيښه کې لږ تر لږه ۱۰ کارکوونکي هغه وخت ووژل شول چې دغه نابشپړ پل راولوید.

د رپوټونو له مخې کارګرو د پل د اوبو ایستلو پر سیستم باندي کار کاوه، چې دغه پيښه رامنځ ته شوه. د پيښې قربانیان له ۲۸۰متره لوړ پله څخه لاندي رالویدلي دي. دغه سیمه د کولمبیا له پلازمینې څخه څه کم سل کیلومتره وړاندي پرته ده.

نهه کارګرو ځای پر ځای مړه شوي او یوه تن وروسته په روغتون کې سا ورکړې ده. په پيښه کې څو کسان ټپیان شوي هم دي او یوولس کارګر لادرکه دي.

هغه اداره چې د دغه پل چارې یې په لاس کې وې، ویلي دي چې ټپیان په وییاویسنیو، کې یوه روغتون ته وړل شوي دي.

Kolumbien Brücke eingestürzt zwischen Villavicencio und Bogota
انځور: picture-alliance/dpa/Ministerio de Transporte/colprensa

د چارواکو په خبره د پله د رالویدو د علت په هکله څیړنې کوي او دا هڅه هم کوي چې معلومه کړي څومره کسان په ساختماني چارو کې مشغول ول. داسې رپوټونه هم ورکړل شوي دي چې د پيښې پر مهال شل تنه هلته موجود ول.

په پام کې وه چې دغه ۴۴۶ متره اوږد پل د پرانیستنې مراسم تر سره شي. پل د لويي لارې هغه برخه وه چې پلازمینه بوګوتا یې له وییاویسنیو، سره نښلوله.

د ترانسپورت وزیر په الوتکه کې سیمه ته سفر کړی او د ژغورنې له عملې سره یې لیدلي دي.

زموږ له آرشیف څخه: