1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کوسوو کې بند پاتې افغانان: «دلته مو ژوند د زندانیانو دی»

۱۴۰۱ شهریور ۷, دوشنبه

د اروپا په جنوب شرقي برخه کې پروت په کوسوو هیواد کې امریکا ته انتقالیدونکي افغانان د تخلیې تر عملیاتو کال وروسته لا هم په دې هیواد کې له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي. ځینې یې وايي دلته ورسره د زندانیانو په څیر چلند کیږي.

https://p.dw.com/p/4GAzu
Kosovo Camp Bondsteel Migranten Afghanistan
انځور: Muhammad Arif Sarwari/AP Photo/picture alliance

 د تیر میلادي کال د اګست میاشتې په نیمايي کې د افغانستان د پخواني نظام تر سقوط دوې اونۍ وروسته، په کوسوو هیواد کې میشتو امریکايي سرتیري او دپلوماتانو د هغو افغانانو هر کلی وکړ چې له کابله د تخلیې په عملیاتو کې دغه هیواد ته انتقال شوي ول.

دغه افغانان په تازه جوړو شویو استوګنځایونو کې ځای پر ځال کړل شول. کمپ لیا د هغه کمپ نوم دی چې په دغه هیواد کې د امریکايي ځواکونو د پوځي اډې کمپ بونډ سټیل ته څیرمه تازه رغول شوی دی. دغه شمیر افغانانو ته چې د امریکا محلي همکاران وو د امریکا له لوري ویل شوي ول چې دوی به په دې هیواد کې د لنډ وخت له پاره میشت کړل شي ترڅو امریکا متحده ایالاتو ته انتقال کړل شي.

د تیر میلادي کال د اګست مياشتي پر ۲۹مه نېټه د کوسوو هیواد لومړي وزیر البین کورتي دغه هیواد ته د ور رسیدلو افغانانو د هرکلي پرمهال وویل: «موږ ویاړ لرو چې له هغو افغان مهاجرو سره مرسته کوو چې له ناټو سره یې کار کړی دی. دوی په نا هیلۍ کې خپل کورونه او وطن ترک کړی دی. موږ به ټولې هڅې وکړو څو دوی دلته د خوندیتوب او امنیت احساس وکړي.»

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت د هغه مهال ویاند ویلي ول چې له کوسوو هیواد سره یې یو داسې تړون لاسلیک کړی دی چې له مخې به یې په ۳۶۵ ورځو یا د یوه کال په موده کې په دې هیواد کې میشت افغانان امریکا متحده ایالاتو یا دریم ګړي هیواد ته انتقال کړل شي.

یو کال وروسته د لیا کمپ لا هم له افغانانو ډک دی

د هغه مهال راهیسې تر اوسه هم د لیا په کمپ کې ګڼ شمیر افغانان امریکا متحده ایالاتو ته د انتقال په تمه دي. په دې ترڅ کې د دغه کمپ د ړنګولو پخواني پلانونه هم پر خپل ځای پاتې دي. په دې ترڅ کې سلګونه افغانان بیا له دې کمپ څخه انتقال شوي هم دي، ځینو یې د امریکا ویزې ترلاسه کړي او ځینو یې په نورو هیوادونو کې د ژوند کولو حق ترلاسه کړی دی. د دې سربیره، لا هم ځینې افغانان دلته بند پاته دي چې له دوی څخه ځینو یې د امریکا متحده ایالاتو له لوري د قبولۍ منفي ځواب ترلاسه کړی او د ځینو پر دوسیو لا پریکړه نه ده شوې.

په دغه کمپ کې میشت یوه افغان د هویت د نه ښولو په شرط دویچه ویله ته وویل: «ځینې کسان په ژور خفګان اخته شوي دي ځینې یې په رواني تکلیفونه اخته شوي دي.»

دغه افغان په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې «دوی [امریکا] موږ ته ویلي ول چې تاسې به دلته د یو څو میاشتو له پاره میشت کړل شئ»، خو په خبره یې دوی د یوه کال په تیریدو لا هم هلته پاتې دي. نوموړي همدا راز وویل چې دوی [امریکا] موږ ته وايي چې تاسې امریکا ته د تګ شرایط نه دي پوره کړي او دوی یې د دلیل په هکله هم څه نه وايي.

امریکا ته تلونکي دغه افغانان وايي چې دغه کمپ دوی ته په یوه زندان بدل شوی دی. دغه افغان چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي چې په دې ځای کې میشتو افغانانو ته له کمپ څخه د وتلو اجازه نه ورکول کیږي، خو یوازې په دې شرط وتلی شي چې بیا دلته را ونه ګرځي. د هغه په خبره دوی د کار حق نه لري ترڅو په افغانستان کې میشتو خپلو کورنیو ته پیسې ولیږي، ځکه په خبره یې د دوی د کورنۍ نور غړي لا هم افغانستان کې دي.

Kosovo | Afghanische Evakuierte kommen im Camp Liya im Kosovo an
انځور: Sgt. Gillian McCreedy, US Defense Dept

دغه شخص دویچه ویله ته وویل: «یو زنداني خپلې دوسیې ته د لاس رسي حق لري چې دوی ولې دلته دي او د څومره وخت له پاره به ساتل کیږي. خو موږ چې له دوی [امریکا] څخه پوښتنه کوو خو دوی د دلیل په هکله څه نه وايي او زیاتوي چې موږ په دې نه پوهیږو چې موږ د څومره وخت له پاره دلته یوو.»

د روان اوړي په لومړیو کې د دغو افغانانو د صبر کاسه ډکه شوه او په یوه لاریون یې لاس پورې کړ. دوی په لاسونو کې داسې لوحې پورته کړې وې چې پکې لیکل شوي وو چې «ښځې او ماشومان دلته کړیږي او موږ عدالت غواړو.» په دې ځای کې میشت ډېر افغانان چې د ویزو منفي ځواب یې ترلاسه کړی د خپلې دوسیې د پرمخ بیولو له پاره وکیل نه لري، ترڅو د امریکا پر حکومت باندې فشار راوړي.

په دوی کې محمد عارف سروري چې د افغانستان د پخواني حکومت د استخباراتو غړی دی یو له هغو کم شمیر افغانانو دی چې وکیل لري او خپله دوسیه تعقیبوي. هغه د هغو لومړنیو افغانانو له ډلې دی چې د سپتمبر تر ۱۱مې وروسته پر افغانستان د امریکا تر پوځي برید وروسته یې له دوی سره مرسته کړې وه.

میرمن جولیا سیرز چې هغه مهال د امریکا د دفاع وزارت په چوکاټ کې یې د استخباراتي معلوماتو د ارزونې په برخه کې کار کوو او له سروري سره یې پیژندګلوي لرله اوس په امریکا کې د وکیلې په توګه کار کوي.

د طالبانو تر بیا حاکمیدو وروسته مېرمن سیرز اوس له سروري سره مرسته کوي څو امریکا ته انتقال شي. سیرز دویچه ویله ته وویل: «هغه زما او د ګڼ شمیر نورو امریکایانو ژوند وژغورو. هغه د سپتمبر تر ۱۱مې نېټې وروسته د سي آی اې د یوه ټیم یو له ارتباطي کسانو وو. زه فکر نه کوم چې بل چا دې په افغانستان کې د سروري په پرتله له امریکا متحده ایالاتو سره مرسته کړې وي.» هغې له دویچه ویله سره په خبرو کې د سروري د ویزې د رد په هکله ناخوښي څرګنده کړه.

د افغانستان د پخواني نظام تر سقوط وروسته په ګڼ شمیر هیوادونو کې لا هم زرګونه افغانان د امریکا په شمول نورو هیوادونو ته د انتقال په موخه شپې او ورځې سبا کوي.

له دې جملې په اروپا کې د کوسوو هیواد هم دی چې پکې ګڼ شمیر افغانان لا هم امریکا ته د تګ په تمه دي. د دوی له پاره افغانستان ته تګ د مرګ په معنی دی، خو دوی له انتظار پرته بل انتخاب نه لري.

تیري شولڅ / خ.ح / ن. ز