1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندوز کې د طالبانو يرغل نهه تنه امنيتي ځواکونه وژلي

۱۳۹۷ خرداد ۲۹, سه‌شنبه

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند د ختميدو دوه ورځې وروسته په کندوز کې پر دوو امنيتي پوستو د طالبانو په بريد کې لږ تر لږه نهه تنه امنيتي ځواکونه وژل شوي دي. طالبانو د دوشنبې په ورځ په فارياب کې هم بريدونه کړي ول.

https://p.dw.com/p/2zooh
Afghanistan Taliban-Angriff in Kundus
په کندوز کې افغان عسکر (آرشيف انځور)انځور: Reuters/N. Wakif

افغان چارواکو د دوشنبې په ورځ ويلي دي چې وسله والو طالبانو د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې پر دوو امنيتي پوستونو يرغل کړی او اووه تنه عسکر او د محلې پوليسو دوه تنه غړي یې وژلي دي. د کندوز د ولايتي شورا دوو غړو امين الله آیدین او امرالدين ولي، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې په پيښه کې د اوو او لسو ترمنځ امنيتي ځواکونه ټپيان شوي هم دي.

د امرالدين ولي، په خبره له يوې پوستې څخه دوه تنه عسکر لادرکه دي. هغه زياته کړه چې وسله والو له ځانه سره وسلې، تجهیزات وړي دي او پوځي موټرې یې هم بيولي دي.

تر دې مخه د فارياب په مرکز او پنځوو ولسواليو کې د وسله والو طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ نښتو کې شپږ تنه پوليس وژل شوي وو او څلور ژوبل شوي ول.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد، د کندوز د يرغل مسوليت منلې دی او د ۱۹ امنيتي ساتونکو د وژلو ادعا یې کړې ده.

دا يرغلونه په داسې حال کې ترسره کيږي چې د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ درې ورځنی اوربند چې د اختر د ورځو په مناسبت رامنځته شوی وو، د يکشنبې په شپه ناوخته پای ته ورسيد.

په ميليونونو افغانانو د اختر په شپو او ورځو کې د اوربند څخه خپل پراخ ملاتړ څرګند او له کوچني اختر سره یې په ګډه ولمانځه. دا په ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو د سقوط راهيسې لومړی اور بند وو.

dpae/eca(B.S/R.S