1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کې ٢٣ دولتي ادارې مسئولین نه لري

۱۳۹۱ تیر ۱۷, شنبه

د کندهار ولایت چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د دولتي مامورينو لږ معاش، روانه ناامني او د دوى په چارو کي د يو شمير وزارتونو لاسوهنې د دې سبب سوي دي چي په دې ولایت کې ٢٣ ریاستونه او مدیریتونه مسئولين و نه لري.

https://p.dw.com/p/15TFl
انځور: picture alliance/JOKER

د کندهار اداري رئيس محمد امين کمين، وايي چې پر دې ستونزو سربیره دوى بيا هم هڅه کوي چي تکړه کسان په کار وګماري او د خلګو ستونزې حل کړي:

«موږ په کندهار کي ٧٢ امريتونه او رياستونه لرو چي له دې ډلې څخه ٢٣ ئې د سرپرستانو له خوا اداره کیږي.»

د کمين په خبره په کندهار کي تکړه او په کار پوه کسان موجود دي خو د لږ معاش، ناامني او په چارو کې د استقلال نه شتون له کبله له نه غواړي له دولت سره کار وکړي. کمین وایي چې ډیر شمیر تکړه او کارپوه کسان د مؤسساتو له خوا په لوړو معاشونو په کار گمارل شوي دي.

ښاغلی کمين زياتوي چې که چيرې کوم څوک بيا دولتي څوکيو ته له پرتو ستونزو سره چمتووالى وښيي خو وزارت ئې پر ځاى خپل د خوښي وړ کس دې ولایت ته استوي:

«د اول او دویمو بستونو ازموينه په کابل کي د اړوند وزارت او اداري اصلاحاتو د څانګو له خوا اخيستل کيږي. ستونزه دا ده چي موږ یو څوک د یوې دندې له پاره غوره کړو او له کابل څخه بل څوک د دندې له پاره استول کیږی.»

د دولتي ادارو مراجعين وايي چې هر کله چي دوى کوم رياست يا امريت ته د خپلو ستونزو په موخه عرضپاڼې وړاندې کړې نو کارونه ئې تر ډېره ځنډ وروسته اجرأ کیږي. د کندهار ولایت یو اوسیدونکی چې نه غواړي نوم ئې واخیستل شي وایي:

«که پر لسو يا يولسو بجو کوم رياست ته ولاړ شو، بيا څوک په دفتر کې نه وي. د ادارې ساتونکی وایي چې سبا راشه. کله چې سبا ورشو وایي چې بل وخت راشه. نه پوهيږوچي خپلي ستونزي چاته واوروو.»

د چارو شننونکي هم په اداري چارو کي ټولې پرتې ستونزې پر ځاى ګڼي او وايي چې د مسلکي کسانو لږوالى د دې سبب سوی دئ چې اداري فساد ته په پراخه کچه لاره هواره شي:

د شننونکو په خبره د يو شمير دولتي څوکيو واک داسې کسان په لاس کې لري چي ان ښوونځى ئې هم نه دئ لوستى.

د کندهار ولایت اداري رئيس وایي چې په افغانستان کې اوږدو جګړو ډېرې ستونزې رامنځ ته کړي دي، چې تر ټولو لويه اغيزه ئې پر کدرونو باندې پرې ایښې ده.

که څه هم تير کال يو شمير وزيرانو کندهار ته پخپل سفر کي ويلي وو چې نور به د کندهار د ادارو رئيسان او مدیران د دې ولایت د چارواکو په خوښه ټاکل کيږي خو د کندهار والي توريالى ويسا، بيا وايي چې اوس هم ډیر کسان دوی ته له کابل څخه ورپیژندل کیږي

محمد ابراهیم سپیڅلی
کتونکی: مسعود جهش