په کندهار کي یوه پوليس خپل ۴ ملگري وژلي
۱۳۹۴ بهمن ۲۲, پنجشنبهد کندهار ولايت د پوليسو وياند ضياالرحمن د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د فيبروري ۱۱مه) خبري رسنيو ته ويلي دي چي د دغه ولايت په ژړۍ ولسوالۍ کي يوه پوليس د خپلي پوستې پر ملگرو باندي يرغل کړی دئ.
پېښه تېر ماښام هغه مهال رامنځ ته سوې ده چي د ژړۍ ولسوالۍ د يوې پوستې پوليس د ماښام پر ډوډۍ سره راټول سوي ول او یوه ملگري پوليس ئې ورباندي فيرونه وکړل.
ضياالرحمن ويلي دي چي بريد کوونکی له دوو کلونو راهيسي په پوليسو کي وو. زياته سوې ده چي دغه پوليس بيا د تېښتي پرمهال ويشتل سوی او وژل سوی دئ.
د پيښه پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې ده او دا روښانه سوې ده چي دغه پوليس له طالبانو سره لاس لاره.
څو اوونۍ دمخه په روزگان ولايت کي هم درو تنو پوليسو خپل ۹ ملگري ووژل او له وسلو او وسايطو سره په تېښته بريالي سول.
د کارپوهانو په اند په پوليسو کي د خپلو ملگرو له خوا د مرگ ژوبلي دليل په ځينو سیمو کي د داسي کسانو جذبېدل دي چي په اړه ئې هيڅ معلومات نه وي، او یوازي د انډيوالۍ په معیار په ځانګړي ډول په سیمه ایزو پولیسو کي مقرريږي.