1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کي هيڅ څوک، هيڅ چيري خوندي نه دی

۱۳۹۰ مرداد ۹, یکشنبه

په کندهار کي د يوشمېر سياسي څېرو تر وژولو وروسته اوس هلته په سياسي مشرانو کي داسي ويره پيدا سوی چي دوی به هم په دغه ډول وژل کيږي. په کندهار کي هر يو اوس په دې لټه کي دی چي د خپل ځان امنيت نور هم ټينگ کړي.

https://p.dw.com/p/1272O
په کندهار کي د شهيدانو څلور لارې
په کندهار کي د شهيدانو څلور لارېانځور: DW

په کندهار کی د هدفي وژنو وروستی قرباندي د هغه ولايت ښاروال غلام حيدر حميدی و چي څو ورځي د مخه په خپل دفتر کي ووژل سو. د هغه تر مخه د هغه ولايت د ولايتي شورا رئيس احمدولي کرزی، امنيته قوماندان خان محمد مجاهد او د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس عبدالمجيد بابی ول.

وروسته له هغه چي په افغان امنیتي ځواک کي د طالبانو د نفوذ خبري راپور ته سوې په کندهار کي اوس ډيری سیاسي څېرې او مشران په هيڅ چا باور نه لري او حيران دي چي د خپل ځان امنيت په څه ډول وساتي.

په کندهار کي په دې وروستيو کي يو شمېر طالبان د دولت سره يو ځای سول. د هغو د ډلي څخه يو نور العزيز دی چي د جنورۍ په مياشت کي د حکومت سره يو ځای سو.

هغه وايي، چي د احمدولي کرزي تر وژل کېدو وروسته د خپل ژوند په هکله د گواښ احساس کوي. نوموړي اوس په کندهار کي د حج او اوقافو رئيس دی.

ښاغلی نورالعزيز وايي، چي نور يې د امنيتي ساتونکو څخه اعتبار اوښتی دی او خپله کورنۍ يې کابل ته لېږلې ده. دی زياتوي چي اوس يې خپلو خپلوانو لکه ورورنو او د اکا زامنو ته مخه کړې، چي د ده امنيت وساتي، ځکه چي په ساتونکو نور اعتماد نه لري.

د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق فرانس پرېس خبري آژانس ته ويلي دي، چي په کندهار کي د ورستيو وژنو وروسته يې امنيت لا ټينگ کړی دی.

نوموړي ويلي دي چي د کندهار د ولايت د دفتر تر څنگ يې د نورو مهمو امنيتي ځايونو مخي ته داسي سکېنران ايښتي دي چي پکښي چاودېدونکي توکي ليدل کېدای سي.

عبدالرازق زياته کړې چي د دغو سکېنرانو په شمېر کي به لا زياتوالی راوستل سي. نوموړی وايي چي يو شمېر ښځينه پوليس يې د ښځو په تلاښيو هم ماموري کړي دي. ولي چي په تيرو وختونو کي طالبانو د ښځو د چادريو څخه هم کار اخيستی دی.

د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ ولسوال حاجي شاه محمد بیا وايي، چي که څه هم د خپلې کورنۍ او د خپل ځان د امنيت په هکله ځني وختونه اندېښنه ورپيدا کيږي خو دی کوښښ کوي چي دغسي شيانو ته په ذهن کي ځای ورنه کړي.

« خدای چي د مرگ کومه ورځ مقرره کړې وه په هغه کي تبديل و تغير نه سي راتلای او له همدې امله دی په سرشاره توگه خپل کارونه پر مخ بيايي.»

په کندهار کي اوس داسي يو فضا حاکمه ده چي هيڅ څوک هيڅ چيري د امنيت احساس نسي کولای. د ځايي اوسیدونکو په خبره داسي کسان لکه ښاروال او د ولايتي شورارئيس چي په خپلو ځايونو کي وژل کيږي نو دوی خو هيڅ د خوندي توب احساس نه لري.

په کندهار کي اوس ډيری خلک له دولت سره کار کولو ته زړه نه ښه کوي. رئيسان خو په وروځو ورځو خپلو دفترونو ته نه حاضريږي او کښته مامورين بيا ددې صلاحيت نه لري چي د رئيس دنده اجرا کړي.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی

کتونکی: نجيب الله زيارمل