1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کي د کانکور ازمويني گډونوال تر بل هر وخت ډير ول

۱۳۹۰ آذر ۲۹, سه‌شنبه

تيره ورځ په کندهار کي شاوخوا ۱۴۵۰ تنو د دولسم ټولگیو فارغينو، چي له دې جملې څخه ۱۶۰ تنې نجوني وې د کانکور په ازموينه کي برخه اخستې وه.

https://p.dw.com/p/13VuQ
په افغانستان کي د يوې بلي ازمويني انځور
په افغانستان کي د يوې بلي ازمويني انځورانځور: DW

په نورو کلنو کي به د ټولي حوزې په کچه دومره فارغينو گډو کاوه، خو دا وار دغه شمېره يوازي د کندهار ښار څخه ده.

کندهار ته د لوړو زده کړو وزارت له خوا د ورغلي پلاوي مرستيال او د کابل پوهنتون استاد عبدالکريم توتاخيل په خبره، دا لومړی وار دئ، چي يوازي د کندهار ښار څخه په دومره لوړ تعداد فارغين د کانکور په ازموينه کي گډون کوي.

استاد توتاخيل زياتوي، د سږ کال کانکور د مخکنيو کلنو له کانکور څخه يو څه توپيرونه لري، هغه داچي د ځوابونو پر پارچه د امتحان ورکوونکي عکس او لنډه پيژندګلوي هم چاپ سوې ده. همدارنګه د لسو انتخابونو پر ځاى پنځه پوهنځي په نښه کولاى سي.

«ددې ترڅنګ د پوهنځي پرځاى خپل د خوښي وړ ډيپارټمنټونه هم غوره کولاى سي تر څو په دې ډول د يوې ښې زده کړي زمينه ورته برابره سي.»

د هغه په خبره دا کارونه يې ځکه په پام کي نيولي دي، چي له يوې خوا په ازموينه کي ګډونوال له نقل څخه وژغورل سي او له بله اړخه يې تر برياليتوب وروسته د اساسي زده کړو پرځاى په عمومي زده کړو وخت ضايع نه سي.

د کندهار ولايت مقام په استازيتوب ډاکټرعبدالقيوم پخلا په خپلو خبرو کي پر ټولو امتحان ورکوونکو ږغ وکړ، چي د پرمختللو هيوادونو اساسي علت ددوئ پوهه او هڅي دي او په خبره يې چي دا مهال افغانستان هم پوهو او هڅاندو ځوانانو ته اړتيا لري.

په ازموينه کي يو تن گډونوال چي د ژورناليزم پوهنځی يې غوره کړې وايي، ځوانان بايد لوړو زده کړو ته مخه کړي او له دې لاري خپلي موخي ته په ښه ډول رسيداى سي.

په کندهار کي دا ځل په داسي حال کي د کانکور په ازموينه کي ډېرى ځوانان ګډون کوي چي ددغه پوهنتون د مسئولينو په خبره پرطب، انجنيري، اقتصاد، زراعت، حقوق، ښووني او روزني او شرعياتو پوهنځيو سربيره دوه نوي پوهنځي يو ژورناليزم او بل د بلوڅي ادبياتو څانګي هم ور زياتي سوې.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل