1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کي د ملکيانو د وژنو په اړه د پلټنو غوښتنه

۱۳۹۶ اسفند ۲, چهارشنبه

د بشري حقونو د څار ټولني په کندهار کي پر هغو ځانگړو افغان ځواکونو د ملکیانو د وژلو تورونه لگول شوي چې په ملي امنيت ادارې پوري اړه لري. هغوی د حکومت او امريکا پوځ د شريکې پلټنې غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/2t2I4
Afghanistan Anschlag in Jalalabad
انځور: Reuters/Parwiz

د بشري حقونو د څار ټولنې (Human Rights Watch) د افغانستان د ملي امنيت پر رياست د جنورۍ مياشتې په پای کې په کندهار کې د عملياتو پر وخت د ۲۰ ملکيانو د وژلو تور لگولی دی.

د څار دغي ادارې د چهار شنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د فيبرورۍ ۲۱ نيټه) په خپره کړې اعلاميه کې ويلي دي چې د ملي امنيت ادارې يوه ځانگړي واحد پر هغو ملکيانو ډزي کړي دي چې د ميوند ولسوالۍ په بند تيمور سيمه کې پر طالبانو د امريکا متحدو ايالاتو د هوايي بريدونو له ويري په تيښته ول.

يوه عيني شاهد د بشري حقونو د څار ټولني ته د تليفون له لاري ويلي دي: «کله چې الوتکي راغلې موږ وتښتيدو.» هغه زياته کړې: «موږ د منډو په حال کې وو چې هغوی راباندي ډزې وکړې.»

د بشري حقونو دغي ټولني دا تورونه هم لگولي دي چې امنيتي ځواکونو «ځيني نارينه له خپلو کورونو را وايستل او فايرونه یې پرې وکړل. »

د څار د ټولنې له خوا په وړاندي کړل شوي رپوټ کې ويل شوي دي چې په دې ترڅ کې ۵۰ تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي. زياته شوې ده چې ښايي دا وژنې په دې وروستيو کې د طالبانو له خوا په ټول هيواد کې له خونړيو بريدونو سره تړاو ولري چې يوازي په کابل کې يې په سونو انسانان ووژل.

د بشري حقونو د څار ټولنې په حواله د دې عملياتو مشري د ميوند ولسوالۍ د پوليسو مشر کوله چې د کندهار امنيې قوماندان جنرال عبدالرازق ته بايد رپوټ وړاندې کړي. پر جنرال رازق هم مخکي داسې تورونه لگول شوي دي چې گویا له بشري حقونو څخه یې سرغړونه کړې ده.

د ملکي تلفاتو په اړه د ملگرو ملتونو په کلني رپوت کې چې تيره اوونۍ خپور شو، ويل شوي دي چې په تيرو دولسو میاشتو کې د افغانستان د ملي امنيت ادارې د ځانگړو ځواکونو له لاسه ۶۱ ملکيان وژل شوي او ۲۵ ټپيان شوي دي.

ملگرو ملتونو خبرداری ورکړی چې داسې ښکاري چې ځانگړي ځواکونه د ملي امنيت تر قوماندې دباندې عمليات ترسره کوي چې دا  «د غير دقيق نظارت او غير مسولانه چلن» پايله ده.

)dpa (B.S/N.Z

زموږ له آرشيف څخه: