1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کي د انارو باغونو ته سخت تاوان رسېدلی

۱۳۹۰ مهر ۱۰, یکشنبه

په کندهارکي د انارو باغ لرونکي وايي، چي د يو ډول خطرناک مچ په واسطه ددوى باغونو ته کلک تاوان رسيدلى او په ډيرو سيمو کي يې ډير د انارو باغونه له غټ ګواښ سره مخامخ کړي دي. يو خطرناک مچ کولاى سي چي سل دانې انار وراسته کړي.

https://p.dw.com/p/12kVk
د کندهار انار هيڅ وخت داسي نه ول
د کندهار انار هيڅ وخت داسي نه ولانځور: picture-alliance/chromorange

د انارو بڼ لرونکي دعوه کوي، چي راپيداسوي مچانو په کندهار کي ترنيمايي ډيرى باغونه له منځه وړي او دا لړۍ به ترهغو روانه وي، چي له دوى سره مرستي نه وي سوي.

 

په کندهارکي د انارو باغ لرونکي ددغي خطرناکي ناروغۍ د مخنيوي غوښتنه کوي او زياتوي، چي که ژر يي مخنيوى ونه سي نو سږکال به په کندهارکي نه يوازي د نارو کمښت رامنځته سي بلکي، باغ لرونکي او سوداګر به د سختواقتصادي ستونزوسره مخامخ کړي.

 

يو تن باغ لرونکي سلطان محمد دويچه ويله ته په کندهار کي وويل:« زموږاکثره باغونه يې پرنيمايي درولي دي، يعني په سلوکي پنځوس فيصده زيان راته رسيدلى دی. تراوسه پوري مو داسي يو مرض نه و ليدلی.»

 

يو بل تن چي خپل ځان عبدالله معرفي کوي وايي: « موږته هغه مصرف نه راپوره کوي ، دا زموږ خوارۍ ټوله عبث کوي، مجبوريو، چي اومه انار وشکوو يوې او بلي خواته يې وغورځوو او په نيم قيمت يې ورکړو.»

 

ياد باغ لرونکي ګېله کوي، چي هرکله يې په باغونو ورته بلا ګډه سوې نو چارواکو يې پر وخت د همکارۍ لپاره لاس نه دى ورته را اوږد کړی.

 

خو په کندهارکي د کرهڼي رئيس انجنيراحمدشاه روشن وايي، چي د باغ لرونکو د ستونزو څخه خبراود يادي راپيداسوى ناروغۍ د مخنيوي لپاره يې خپلي هلي ځلي اوامکانات په کاراچولي دي.

 

روشن زياتوي تردې مهاله يې يوزيات شميرباغ لرونکو ته د رامنځته سوي ناروغۍ د له منځه وړولو په موخه درمل ويشلي، چي په شندولو سره به يې د ناروغۍ په مخنيوي کي ګټورتمام سي.

 

« څنګه چي زه خبرلرم د ډيريو ولسواليو، خو زياتو خلګو د ارغنداب ولسوالي څخه مراجعه کړې ده، دا يو ډېرخطرناکه مچ ؤ د کندهار په ولايت کي دابيخي نوى مرض ؤ او ددې جلوګيري موږ پر وخت اوزمان وکړله، تقريباً تردرې لکو زياتودرختي مودوا پاشي کړي دي او ډېره مفيده تمامه سوې ده.»

 

د روشن په خبره کروندګروته يې ياد درمل په وړيا توګه ويشلي اولا به دغه لړۍ په ۱۳ولسواليوکي روانه وساتي، چي په دې سره کرونده ګر او ددوى باغونه له دې ناسورڅخه وژغورل سي.

 

خو نوموړى بيا د يو شميرهغه کروندګرو څخه ګېله کوي، چي تراوسه يې لادوى ته مراجعه نه ده کړې.

 

په کندهار کي سږکال د انارو ياده ناروغي په داسي حال کي خپريږي، چي روانه مياشت (تله–ميزان) يې د حاصلاتو د راټولولو وخت دی.

 

د کندهار انار نړيوال شهرت او د هيواد د کرهڼي په اقتصادي اړخ کي لويه ونډه لري.