1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندز کې د هوایي برید قربانیان نور تاوان نه ترلاسه کوي

۱۳۹۵ مهر ۱۵, پنجشنبه

د آلمان یوې فدرالي استیناف محکمې پریکړه کړې ده چې په ۲۰۰۹م کال کې د ناټو ځواکونو په یوه هوايي برید کې د وژل شویو افغانانو کورنۍ لا ډیرې پیسې د تاوان په توګه نه شي ترلاسه کولای.

https://p.dw.com/p/2QxVw
Tanklaster Bombardement in Kunduz
انځور: picture-alliance/dpa

یوې آلمانۍ محکمې په ۲۰۰۹م کال په کندز کې د هوایي برید د قربانیانو د کورنیو له خوا د لا ډیر تاوان غوښتنه رد کړې ده.

دغي محکمې د پنجشنبې په ورځ وویل چې داسې شواهد په لاس کې نه شته چې هغه آلمانی افسر چې د هوایي بریدونو امر یې کړی وو په خپله دنده کې دي پاته راغلی وي او یا دې هم د ملکي وګړو د ساتنې په موخه کوم بشري قوانین تر پښو لاندې کړي وي.

پر دې سربیر دغي محکمې د ابتدایه محکمې حکم تائيد کړی دی.

جنرال جورج کلاین، په ۲۰۰۹م کال کې د تیلو پر هغو دوو ټانکرو باندي د هوایي بریدونو غوښتنه کړې وه چې د طالبانو له خوا تښتول شوي ول. دغه آلماني افسر اندیښنه لرله چې طالبان به دغه تیل پر امنیتي ځواکونو باندي په خپلو بریدونو کې وکاروي.

په دغه برید کې ځيني هغه عام افغانان ووژل شول چې له تانکرونو څخه يې تیل وړل. د آلمان حکومت د وژل شویو کسانو هري کورنۍ ته ۵۰۰۰ ډالر د تاوان په توګه ورکړي دي خو د کورنیو یو وکیل د لا ډیرو پیسو غوښتنه کوي.

نور مطالب