په کلیفورنیا کې د اور وژلو هڅې رواني دي
د کلیفورنیا په ځنګلونه کې لګیدلی اور لا تر اوسه کنترول شوی نه دی. اوس د دې خطر شته چې دغه اور دي کسانتا باربرا او ساحلي سیمي کارپینتیریا، ته وغځیږي. په زرونو کسان د خپلو کورونو پریښولو ته اړ شوي دي.
دغه انځور د کلیفورنیا کارپینتیریا، ته څیرمه د یوه ویجاړ شوي کور دی چې د توماس فایر، له کبله په بشپړه توګه سوځیدلی دی. د ورکړل شوو رپوټونو له مخې د «توماس» اور تر اوسه لږ تر لږه ۷۵۴ تأسیسات ویجاړ کړي دي.
اور وژونکي څرخي الوتکه په دې هڅه کې ده چې په کارپینتیریا، کې یو کور د توماس، اور څخه وژغوري. د دغه اور د خاموشه کولو هڅې له څو ورځو راهیسې رواني دي او اوس د کارپینتیریا ساحلي ښار له ګواښ سره مخامخ دی. دا د کلیفورنیا په تاریخ کې د ځنګلو د اور لګیدنې یوه تر ټولو خرابه پیښه ده.
د توماس، اور د تیرې دوشنبې په ورځ د وینتروا ښار ته څیرمه ولګید او تیز بادونه د دې سبب شول چې دغه اور نورو سیمو ته هم وغځیږي. د چارواکو په وینا اور۶۰ زره هکتاره ځمکه سیځلي ده. ۲۰۰ زره انسانان دې ته اړ شوي دي چې خپل کورونه پریږدي.
په انځور کې لیدل کیږي چې د اور وژنې عمله په کلیفورنیا کې د اور وژلو هڅه کوي. ډیره اور وژونکي عمله پر چارو بوخته ده.
دغه انځور ښيي چې په کلیفورنیا کې د اور لګیدنې په پایله کې څه ډول ځایونه په بشپړه توګه سوځیدلي دي. هغه سیمې چې پکښې اور لګیدلی دی، یوازي د یوه تن د مړینې رپوټ ورکړل شوي دي. یوه ۷۰ کلنه میرمن چې د اور له لمبو څخه په موټر کې په تیښته وه، د ټکر له کبله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د اور لګیدنې له کبله د اور وژونکي عملې او د ځایي اوسیدونکو په منځ کې څو تنه سر بيرن ټپیان شوي هم دي.
د سن دیګو په سیمه کې د اور لګیدنې له کبله د آسونو د پالنې څو ځایونه په بشبړه توګه له منځه تللي دي.
په وینتورا کې د اور وژنې عملې یو موټر د هغه کور له څنګه تیریږي، چې د اور لمبې ترې خیژي.
د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د تیرې جمعې په ورځ د فدرال دولت له لوري لاس انجلس او اړونده سیمو له پاره د بیړنیو مرستو د استولو امر وکړ.
هغه سړی چې په انځور کې ښکاري، د اور له لمبو څخه د یوه سوۍ د ژغورولو له پاره خپل موټر د سړک غاړې ته وداروه او ځان یې په خطر کې واچوه. یوه لاروي له دغه زړه ور ګام څخه فلم واخیست او په انټرنیټ کې يې خپور کړ. ویل شوي چې دغه نا پيژندل شوي کس د سوۍ د ژغورولو وروسته پر خپله لاره روان شو.