په کلیساگانو کې د کډوالو پر پناه اخیستنې سخته نیوکه
۱۳۹۴ آبان ۱۹, سهشنبهاروپا ته د مهاجرت په اړه ټول معلومات دلته موندلای سئ
د دیمیزیر پر ځينو څرگندوني او غوښتنو ډیري سختي نيوکي شوي دي. متحدینو یې په وار وار سره د هغه ملاتړ کړی دی. دیمیزیر چې ځان عیسوي بولي پر کلیساگانو تور لگوي چې هغو کډوالو ته پناه ورکوي چې دوسیې يې رد شوي دي او بیرته خپل هیواد ته د لیږلو له گواښ سره مخامخ دي.
دیمیزیر د کلیساگانو له خوا ترسره کیدونکی دغه کار د آلمان د قانون تر پښو لاندي کول او د دغه هیواد له قانون سره د موازي قانون یا اسلامي شریعیت سره پرتله کړی وو. خو تر ډیرو انتقادونو وروسته په ځانگړي توگه د حکومتي ائتلاف مسیحي دیموکرات اتحاد د سیاستوالو لخوا، ډیر ژر یې خپله د مقایسې خبره بیرته واخیستله.
د روان کال په دوبي کې په آلمان کې د کډوالو شمیر په واضح ډول مخ پر ډیریدو شو. همدارنگه د کډوالو د دوسیو څیړلو پر اوږد مهاله بهیر هم ډیري نیوکې وشوې. د آلمان د کډوالو فدرالي اداره Bamf هم د دیمیزیر تر لاس لاندي وه.
په سپټمبر میاشت کې د دغې ادارې مشر منفرید شمت « د شخصي دلایلو پر بنسټ» په رسمي توگه له خپلې دندې استفاء ورکړه. دغه اداره تر اندازې زیات تر فشار لاندي وه چې انتقاد کونکي د دغه فشار پړه پر دیمیزیر ور اچوي.
بالاخره د آلمان د کار فدرالي ادارې مشر فرانک یورگن وایزه، چې یو ورزیده امر وو د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې Bamf مشري هم پر غاړه واخیستله.
په اکتوبر میاشت کې د کډوالو پر مرکزونو تر یو شمیر پيښو وروسته په دې اړه بحثونه راپورته شول چې دغه کډوال د دغه ځای له کلتور سره باید ځان عیار کړي.
دیمیزیز د کډوالو په هکله سخت الفاظ وکارول. هغه وویل: «تر دوبي پوري کډوال منندویه ول چې په آلمان کې دي. خو اوس وضعیت بدل شوې دی. دوی د خپلو حدودو څخه وځي، ځانته ټکسي را غواړي او په آلمان کې په سونو کیلومتره د گرځیدو له پاره ډیري پيسې لري.»
د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه : «دوی اعتصاب کوي، ځکه چې د دوی د اوسیدو ځای یې نه وي خوښ، دوی خفه وي چې خواړه یې په طبعه برابر نه دي او د کډوالو له پاره پر اماده شوو امکاناتو شخړي او جگړې کوي.»
په همدې منځ کې د صدارت ماڼۍ د کډوالۍ سیاست ته لومړيتوب ورکړ. میرکل د صدارت ماڼۍ رئيس پيتر الټ مایر، ته د کډوالو د سیاست د همغږۍ ټولي چاري ور وسپارلې.
دیمیزیر اوس یوازې د کډوالو په برخه کې د حقوقو او قانون ورکوني، د کډوالو راجیستر او د هغوی ویشل کیدو، د دوی د امنیت او په ټولنه کې د ادغام د چارو مسئولیت پر غاړه لري. داسې انگېرل کیږي چې میرکل د کډوالو چارو د همغږي کوونکي په توگه د الت مایر په ټاکلو سره د دیمیزیر واک را کم کړی دی.
دیمیزیر د کډوالو د مخ پر ډیریدونکي شمیر کمولو د هڅو په برخه کې د افغانستان پر کډوالو تمرکز وکړ. افغانستان د هغو هیوادونو په کتار کې دویم ځای لري چې تر ټولو ډیر مهاجر ورڅخه اروپا ته راځي. د آلمان د کورنیو چارو وزیر ویلي ول: «آلمان لا د پخوا نه افغانستان ته پولیس، پوځ او ډیره پرمختیایې بودیجه ورکړې ده. اوس نو ترې دا تمه کیدای شي چې افغانان په خپل هیواد کې پاته شي.» اپوزیسیون د دیمیزیر پر دغو څرگندونو نیوکې وکړې، خو د دولتي ائتلاف له خوا یې هرکلې وشو.
ائتلاف گوندونه په ډیري سختې سره د کډالو په هکله د اقداماتو پر سر سلا شوې ول چې دیمیزیر یو وار بیا له یوه نوې وړاندیز سره دوی په پریشانه کړل. هغه غوښتل چې په کورنۍ جگړه کې د ښکیل هیواد سوریې کډوالو ته په آلمان کې خوندي شرایط سخت او په دې توگه د کډوال د فامیل را غوښتلو شرایط محدود کړي. د SPD گوند په ښکاره ډول د دې وړاندیز مخالفت وکړ، خو د آلمان مسیحي دیموکرات او سوسیال مسیحي گوندونو یې ملاتړ وکړ.