1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کشمير کې تر يرغل وروسته گزمې زياتې شوې

آژانسونه/ س.ر۱۳۹۵ شهریور ۲۹, دوشنبه

هند له پاکستان سره پر موجوده پوله گزمې زياتې کړي دي. د هند پر یوې پوځې اډې باند په وسله والو یرغل کې ۱۷عسکر ووژل شول. د برید پړه په پاکستان کې پر مېشتي ډلي «جیش محمد» باندي اچول کیږي.

https://p.dw.com/p/1K4gb
انځور: picture-alliance/AP Photo/D. Yasin

رویترز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د یکشنبې په سهار وختي په «اړي» کې پر يوې پوځي اډې باندي د څلورو وسله والو یرغل، د هند تر ولکې لاندې کشمير کې یو له خونړیو بریدونو څخه شمیرل کیږي. دغه بريد د دواړو اتومي وسلو لرونکو گاونډيانو (هند او پاکستان) تر منځ اړيکې لاپسې ترينگلې کړي دي.

نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې ليکلي دي چې د هند د کورنيو چارو وزیر راج ناتهـ سنگهـ، پاکستان د «یوه ترهگر هيواد» په توگه ياد کړی دی.

له ۱۹۴۷م کال راهيسې چې پاکستان او هند خپلي خپلواکۍ اخیستي دي، د کشمير پر سر شخړه لري. تر اوسه د دواړو هيوادونو تر منځ درې جگړې شوي دي چې دوې یې د دغي سيمې پر سر وې.

هندي ځواکونو ۳، درې پلټلي دي چې «اړي» ته څيرمه په غرنۍ سيمه کې د سرحد بلې غاړې ته رسیږي. د هند سترو پوځي چارواکو ویلي دي چې دوی په دې باور دي چې ياغيان هلته پټ دي.

زياته شوې ده چې پر دې سربيره دغه پولې ته د گزمې کولو له پاره نور اضافي سرتيري هم استول شوي دي. د هند او پاکستان تر منځ موجوده پوله په نړۍ کې يوه له هغو پولو څخه شمېرل کيږي چې دواړو غاړو ته يې ډیر پوځيان ځای پر ځای شوي دي چې آن يو د بل د سترگو رپ هم څاري او وخت ناوخته متقابل فيرونه هم کيږي.

اټکل کيږي چې د هند لومړی وزیر نريندرا مودي د دوشنبې په ورځ تر ماسپښين وروسته د کابينې په غونډه کې د خپل گوند له مشرانو سره وويني، څو پر دغه موضوع باندې خبرې اترې وکړي.

د مودي يوه سلاکار، رویټرز خبري آژانس ته ويلي دي چې د دوی اولنی لومړيتوب دا دی چې خپله هره دفاعي اډه پیاوړې کړي او په وینا يې دا هيښونکې ده چې د دوی ستراتيژيک موقعيت تر هدف لاندې ونيول شو.

په دغه يرغل کې د ۱۷ عسکرو وژل تائيد شوي دي او د هند د پوځي چارواکو په وينا، درې تنه عسکر چې روغتيايي وضعيت یې د اندېښنې وړ وو په الوتکه کې نوي ډهلي ته انتقال شوي دي. زياته شوې ده چې زياتره وژل شوي او ټپیان سوځېدلي دي، ځکه چې د هغوی خېمو په داسې حال کې چې ويدل ول اور اخيستی وو.

دغه پېښه د هند تر ولکې لاندې کشمير کې رامنځ ته شوې ده. په دغه ځای کې دوې مياشتې تر مخه په پاکستان کې د ميشي بېلتون غوښتونکي ډلي د یوه مشر تر وژل کیدو وروسته سخت لاریونونه وشول او هند ډېر پوځيان ځای پر ځای کړل.

پاکستان د هند تر ولکې لاندې کشمير ته د جنگياليو د استولو تورونه په کلکه ردوي. د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنيو چارو سلاکار په يوه اعلاميه کې ويلي دي: «پاکستان په زغرده د لومړي وزیر نريندرا مودي د حکومت د جگپوړو چارواکو له لوري بې اساسه او غير مسئولانه تورونه ردوي.»

نور مطالب