په کراچي کي بيا سختي خونړۍ نښتي رواني دي
۱۳۹۰ مرداد ۳, دوشنبهد مرګ ژوبلي اکثره پيښي د ملير، لانډهي په سيمو کي رامنځ ته سوي. د کراچي ښار يو لوړ پوړي پوليس نعيم بروکه ويلي: « موږ کسان پيژندلي او شاوخوا ۲۰۰ پوليس د دغه خلکو په لټه کي يو ترڅو دوی ونيسي.»
د کراچي ښار د پاکستان تر ټولو لوی او صنعتي ښار دی. پدغه ښار کي شاوخوا ۱۸ مليونه خلک اوسيږي. دغه ښار هميشه د سياسي ګوندونو او لږکيو ژبنيو ډلو ترمنځ د تاوتريخوالي شاهد پاته سوی.
شاوخوا درې اونۍ د مخه هم د لږکيو سياسي ګوندو تر منځ په اخ و ډب کي ډيرو انسانانو خپل ژوند د لاسه ورکړی.
د اردو ژبو متحده قومي مومنټ MQM او د پښتنو عوامي نيشنل پارټي ANP د دغو وژنو پړه پر يو بل ور اچولې وه.
د ياده ولو وړه ده چي دغه دواړي سياسي ډلي د دولت سره په ايتلاف کي هم شاملي دي.
خو په اوسنيو پيښو کي د مذهبي ډلو تر منځ هم تاوتريخوالی رامنځ ته سوی.
د پاکستان د بشري حقونو کمېسيون ويلي، چي يوازي په کراچی کي، د روان کال په نيمايي کي ۱۱۳۸ تنه وژل سوي، چي ۴۹۰ تنه يي د سياسي او ژبنيو شخړو قرباني سوي.
اژانسونه / سيد رياض
کتونکي: نجيب الله زيارمل