1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې چاودنې یو تن وژلی دی

۱۳۹۵ فروردین ۲۳, دوشنبه

د افغان چارواکو په وینا په پلازمېنه کابل کې د ښوونې د وزارت د مامورینو په یوه سرویس موټر کې د چاودنې له کبله تن وژل شوی او نور څو تنه نور ټپیان دي. ځیني رپوټونه د وژل شوو کسانو شمیر دوه تنه ښيي.

https://p.dw.com/p/1ISzO
Afghanistan Anschlag am Flughafen Kabul
انځور له ارشیف څخهانځور: Getty Images/AFP/S. Marai

د اسوشیتد پرس خبري آژانس د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند صدیق صدیقي، له قوله لیکلي په دغه چاودنه کې د یوه تن د وژل کیدو او نورو پنځو تنو د ټپي کیدو رپوټ ورکړی دی. د هغه په خبره دغه چاودنه د مقناطيسي بم په واسطه رامنځ ته شوې ده.

نوموړي خبري آژانس د دغه سرویس د کلینر رحیم گل، په حواله د مرگ ژوبلې شمیر زیات ښوولی دی. هغه ویلي دي چې په چاودنه کې دوه تنه وژل شوي دي.

لا تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی. خو اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې طالبان زیاتره وخت د افغان امنیتي ځواکونو او حکومتي کارکوونکو پر وړاندې له دغسې په اصطلاح نښلیدونکو یا «چسپکي» بمونو او همداشان د سړک د غاړې له ماینونو څخه استفاده کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب