په کابل کې چاودنې مرګ ژوبله رامنځ ته کړې
۱۳۹۶ آبان ۹, سهشنبهد رویترز خبري آژانس یوې تلویزیوني ډلې اته داسې کسان لیدلي دي چې ښايي د چاودنې له کبله وژل شوي وي. پر دې سربیره د چاودنې په سیمه کې یو شمیر ټپي شوي کسان هم لیدل شوي دي.
د عامه روغتیا ادارې یوه چارواکي ویلي دي چې تر اوسه پورې روغتونو ته درې مړي او لس ټپیان لیږدول شوي دي.
د اسلامي دولت ترهګرې ډلې د کابل د برید پړه پر غاړه اخیستې. دې ډلې پر خپل انترنتي پاڼه ویلي دي چې برید کوونکی د کابل وزیراکبرخان سیمې ته په یوه ځانمرګي ماموریت تللی وو.
د کابل د پولیسو یوه ویاند ویلي دي چې چاودنه ښايي د یوه ځانمرګي برید له کبله رامنځ ته شوي وي. خو هغه روښانه کړې ده چې اوس پولیس په دې اړه هم څیړنې کوي چې روښانه شي ایا چاودنه د مخکې له مخکې ځای پر ځای شویو موادو له کبله رامنځ ته شوې او که ځانمرګی برید وو.
چاودنه د کابل په وزیر اکبر خان سیمه کې شوې ده چیرې چې ډیری بهرني سفارتونه او دولتي ودانۍ پرتې دي.
طالبانو په وروستیو وختونو کې د افغانستان په کچه خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی چې له کبله یې ډیر شمیر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
زموږ له ارشیف څخه: