په کابل کې ځانمرگي بريد لس تنه وژلي
۱۳۹۵ خرداد ۵, چهارشنبهد فرانسې خبري آژانس د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند نجیب دانش له قوله لیکلي دي چې په دغه چاودنه کې لس تنه وژل شوي دي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.
دانش د ټويټر په خپل لنډ پیغام کې لیکلي دي چې دغه برید نن سهار ۸:۲۵ د کابل د پنځمې حوزې په مربوطاتو شهرک داودخان په سيمه کې د میدان وردگو د استیناف محکمې د مامورینو پر موټر شوی دی.
لا تر اوسه د دغه برید مسئولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی. خو د فرانس خبري آژانس په وینا امنیتي ځواکونه او حکومتي کارکوونکي زیاتره وخت د طالب یاغایانو له لوري په نخښه کیږي.
دغه برید په داسي وخت کې ترسره کیږي چې طالبانو د یوې بیانیې په ترڅ کې د شنبې په ورځ د یوې امریکایي بې پيلوټه الوتکې په برید کې د خپل مشر ملا اختر منصور وژل کیدل تائید کړي دي او هیبت الله اخوندزاده یې د خپل نوي مشر په توگه ټاکلی دی.