1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په کابل کې پر یوه کور هوايي برید ملکيان وژلي يا ټپيان کړي

۱۳۹۶ مهر ۶, پنجشنبه

د رسمي معلوماتو له مخي په کابل کي پر يوه کور باندي د امريکايي ځواکونو په هوايي بريد کي څو تنه ملکيان وژل شوي او ټپيان شوي دي. دغه خبر د ناټو د قاطع ملاتړ ماموريت د چهارشنبې په ماښام په یوه بیانیه کې ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/2kqRX
Afghanistan Kabul Flughafen Anschlag Sicherheitskräfte
انځور: picture-alliance/AA/H. Sabawoon

د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت له لوري په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې په خواشینۍ سره یو توغندی پر هدف نه دی لګیدلی. د آلمان خبري آژانس رپوټ زیاتوي چې په اصل کې د برید هدف یو کور وو چې د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷م کال د سپتمبر ۲۷مه) ترې د کابل پر هوایي ډګر توغندي توغول شوي.

پر هوایي ډګر توغندي په داسې یوه ورځ وتوغول شول چې کابل ته د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزیر جیمز متیس او همداشان د ناټو عمومي منشي ینس ستولنتبېرګ سفر درلود.

خو د قاطع ملاتړ ماموريت، په خبر پاڼه کې دا نه دي ویل شوي چې په هوایي برید کې څومره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کابل د پولیسو د وینا له مخې د یاغیانو له لوري د برید پر مهال یو توغندی پر یوه شخصي کور لګیدلی چې یو ملکي کس یې وژلی او نور یوولس یې ټپیان کړي دي. له یاغیانو سره دغي جګړې اووه ساعته دوام وکړ چې په پای کې د څلورو وسلوالو په وژلو سره پای ته ورسیده. طالبانو او همداشان داعش دواړو د دغه برید مسئولیت پر غاړه واخیست.

متیس او ستولتنبېرګ کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او همداشان په افغانستان کې له میشتو ناټو او امریکایي ځواکونو سره ولیدل.