1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې پر مېلمستون د بريد په تور دوه تنه نيول سوي

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۴ خرداد ۱۳, چهارشنبه

د افغانستان د ملي امنیت ادارې د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې دوه تنه یې پر «پارک پالاس» مېلمستون باندي د برید په تړاو نیولي دي. پر دې مېلمستون باندي په بريد کې تيره مياشت ۱۴ کسان ووژل شول.

https://p.dw.com/p/1Fb41
انځور: EPA/JAWAD JALALI

د ملي امنیت ادارې ویاند حسیب صدیقي، د دغو دوو تنو نومونه غلام عزیز چې په صلاح الدین مشهور دی او عبدال وکیل ښوولي دي. عبدال وکیل په کابل کې د مديرا مرستندویه سازمان غړی دی.

صدیقي ویلي دي چې دغه دواړه کسان د حقاني ترهګري ډلي فعال غړي ول او د ملي امنیت ادارې د کارکوونکو له خوا د کابل په سنګ نویشته سیمه کې نیول شوي دي.

د دغه افغان چارواکي په خبره دغو دواړو کسانو د می میاشتې پر ۱۳مه نېټه برید کوونکي ته جعلي کارت او د مېلمستون نقشه ورکړې وه.

هغه د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «نیول شویو کسانو د برید په پلانولو او هغه ته د چمتوالی په نیولو کې پر خپلي ښکیلتیا اقرار کړی دی.»

د ملي امنیت ادارې له خوا په یوه خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي چې د برید چمتوالی په پیښور کې د حقاني شبکې تر نظارت لاندي شوی وو.

په بیانیه کې زیاته شوې ده چې د حقاني شبکې یو غړي چې قاري عبدالله مشهور په انس دی، د دغه برید پلان جوړ کړی وو او پر هغه یې څارنه کوله.

د مدیرا مرستندویه سازمان چارواکو په دې اړه چې آیا عبدال وکیل له هغوی سره کار کاوه او که نه، څه نه دي ویلي.

مديرا يوه فرانسوۍ خيريه ټولنه ده چې له ۲۵ کالو راهيسي په افغانستان کي فعاليت کوي.