1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په کابل کې پر بهرنیو ځواکونو ځانمرګي برید تلفات لري

۱۳۹۶ اسفند ۱۱, جمعه

د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د جمعې په ورځ سهار یوه ځانمرګي د کابل په شرقي برخه کې چیرته چې زیاتره بهرنیان ژوند کوي، د بهرنیو ځواکونو پر کتار برید کړی چې له امله یې یو ملکي کس وژل شوی او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/2tYtu
AFGHANISTAN Kabul Bombenexplosion
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د فرانسې خبري آژانس ته د برید په هکله ويلي دي: «له بده مرغه سهار شاوخوا ۹ بجې د کابل په قابل بای سیمه کې ځانمرګي برید شوی.» نوموړي د پیښې د تلفاتو په هکله په معلوماتو ورکولو سره زیاته کړه چې پولیسو د برید څیړنه پیل کړې ده.

تر دې مخکې دانش ویلي ول چې دغه چاودنه د هغه موټر په دننه کې شوې چې د نوموړي په وینا د بهرنیو ځواکونو د یوه قراردادي اړوند وو.

د کورنیو چارو وزارت یوه بل ویاند نصرت رحیمي تر برید وروسته بیا ویلي دي چې دا چي په پیښه کې به بهرنیان هم تلفات ولري په هکله يې لا معلومات په لاس کې نه شته. 

په کابل کې ځايي رسنۍ د برید په سیمه کې د تخریب شوو کورونو انځورونه ښيي او عیني شاهدان بیا د یوې زورورې چاودنې په هکله خبري کوي. 

تر اوسه پوري د برید مسئولیت کومې ډلې نه دی منلی. خو کابل د ملکیانو له پاره تر ټولو خونړی ښار دی، ځکه چې هم وسله وال طالبان او همدا راز داعش تر ډیره پوري په دې ښار کې بریدونه کوي.

دغه برید داسې مهال ترسره کیږي چې همدا دوې ورځې مخکې ولسمشر غني له طالبانو سره د سولې د خبرو له پاره خپل نوی پلان اعلان کړ. د ولسمشر غني په دې پلان کې د یوه سیاسي ګوند په توګه د طالبانو د پیژندلو وړاندیز هم شامل وو.

ولسمشر غني دغه پلان په پلازمینه کابل کې د «کابل پروسې» په نامه د سولې په هکله په نړیوال کنفرانس کې د خپلو خبر پرمهال اعلان کړ کوم چې د تمي خلاف ډیر ښه پرمخ ولاړ. دا په داسې حال کې ده چې په واشنګټن کې امریکايي چارواکي هم هیله من دي چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه به د خبرو اترو له لاري پای ومومي.

په ورته وخت کې په کابل د ورته بریدونو د ویري له امله شدید امنیتي تدابیر نیول شوي دي. د جنوري میاشتې په ترڅ کې وسله والو پر انتر کانتینینتل هوټل او همدا راز د کابل په يوه ګڼه ګوڼې سیمه کي د پوځ پر یوه قرارګاه بریدونه وکړل چې له امله یې تر۱۳۰ ډیر کسان پکښې ووژل شول.

dpa,afp(K.H/N.Z)