1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې پر امریکايي پوهنتون حمله غندل شوې ده

۱۳۹۵ شهریور ۳, چهارشنبه

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې پر امریکايي پوهنتون حمله غندلی ده. د حملې له امله د مرگ ژوبلو دقیق شمیر معلوم نه دی، خو لږ تر لږه د ۱۹ کسانو د ټپي کیدو خبره کیږي

https://p.dw.com/p/1Jp9e
یو ټپی روغتون ته لیږدول کیږي
یو ټپی روغتون ته لیږدول کیږيانځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

په کابل کې پر امریکايي پوهنتون باندی د برید له امله د مرگ ژوبلو دقیق شمیر معلوم نه دی، خو د کابل د روغتون یوې سرچینې رویترز ته ویلي دي چې یو محصل وژل شوی او لږ تر لږه ۱۹ ټپیان دي. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت دا حمله غندلی ده.

د متحده ایالاتو یوې یو چارواکي وویل چې په کابل کې پر امریکايي پوهنتون باندی د حملې د شنډولو لپاره امریکايې پوځي مشاورین له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي.

د فرانس پرس خبري آژانس ته یو امریکايی چارواکي په واشنگتن کې وویل چې د « پریکړن ملاتړ» د مامورین یو محدود شمیر مشاورین افغان ځواکونو سره مرسته کوي ترڅو کابل کې نوموړی حملې ته ځواب ورکړي. دغه چارواکي وویل چې «دا مشاورین جنگي نقش نه لري. هغوی یواځي افغان امنیتي ځواکونو ته مشورې ورکوي.»

دمرگ ژوبلو په هکله تر اوسه پوری دقیق شمیر معلوم نه دی. د کابل د روغتون یوې سرچینې د رویترز خبري آژانس ته وویل چې « یو محصل وژل شوی او لږ ترلږه ۱۴ نور ټپیان شوي دي.»

د یو روغتون یو مشر چې نوم یې محب الله ‌ځیر معرفی شوی د آلمان خبري آژانس ته وویل چې لږ تږ ۱۹ کسان ټپیان شوی دي. د هغه د وینا له مخې د ټپیان په جمله کې یوه ښځه شامله ده.

په کابل کې پر امریکايي پوهنتون د حملې یوه صحنه
په کابل کې پر امریکايي پوهنتون د حملې یوه صحنهانځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

یوې محصلې چې ډيره سخته ویریدلی وه، د فرانس پرس خبري آژانس ته د تیلفون له لارې وویل:« ما چادونی او ډزی واوریدلی، زمونږټولگی له دود څخه ډک شوو. مونږ د خپل ټولگي په دننه کې بند پاتې شوو.» ځینی نور محصلین چې د پوهنتون په دننه کې ایسار پاتې شوي دي، د تویتر له لارې د مرستو غوښتنه وکړه، ځینو یې د خپلو ټولگیو له فرنیچر څخه د ځان ساتنی لپاره استفاده کړی ده. د هغو په جمله کې د اسوشیتدپرس یوعکاس ژورنالیست هم دی. د دغې حملې مسوولیت تر اوسه پورې چا په غاړه نه دی اخیستی.

د کابل د امینې قوماندان، جنرال عبدالرحمن رحمن وویل چې امنیتي ځواکونو ساحه محاصره کړوې ده:« مونږد پوهنتون په دننه کې یو، پلټنه او تصفیه مو پیل کړې ده.»

له دې مخکې په کابل کې د امریکايي پوهنتون رئیس، مارک انگلیش د اسوشیتدپرس خبري آژانس ته وویل چې امنیتي ځواکونه د نوموړي پوهنتون ساحې ته وروسته له هغې راورسیدل چې پر دغه پوهنتون برید وشوو: « مونږ هڅه کوو چې د وضعیت ارزونه وکړو.»

دغه راز عیني شاهدانو هم وویل چې هغوی چادونې او ډزې اوریدلي دي. سمدلاسه روښانه شوې نه ده چې آیا څوک مړه یا ټپیان شوي هم دي که نه.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند، صدیق صدیقي وویل چې پولیس او د امنیتي استخباراتو پرسونل د پوهنتون ساحې ته چې د کابل په لویدیځه برخه کې موقعیت لري، ورغلي دي. هغه وايي چې د پولیس په باور یواځې یو تن حمله کونکی دی.

دغه حمله یواځې دوه اونۍ وروسته له هغې رامنځ ته کیږي چې د پوهنتون دوه تنه منسوبین چې یو یې یو امریکایی او بل یې آسترالیایې دی، د نا معلومو کسانو له خوا وتښتول شول. د هغوی درک لا تراوسه معلوم نه دی.

په کابل کې دغه امریکايي پوهنتون په ۲۰۰۶ کال کې تأسیس شوو او تر اوسه پورې ۱۷۰۰ محصلین فارغ کړي دي.