په کابل کې د غبرګو بریدونو د قربانيانو شمیر۲۳ ته ورسید
۱۳۹۵ اسفند ۱۲, پنجشنبهاعلان
د افغانستان د عامي روغتیا وزارت ویاند قمرالدین صدیقي، د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې په دغو دوو چاودنو کې د ټپي شویو کسانو شمیر هم له ۴۴ تنو څخه ۱۰۷ تنو ته لوړ شوی دی.
دغه افغان چارواکي زیاته کړې ده چې د ټپي شویو کسانو په ډله کې ۱۶ ښځې او پنځه ماشومان هم شامل دي.
صدیقي روښانه کړې ده چې دا یوازې هغه کسان دي چې په امبولانسونو کې روغتون ته لیږدول شوي دي. په دې ترتیب کیدای شي د تلفاتو اصلي شمیر تر دې هم لوړ وي.
طالبانو د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په لوېديځه برخه کې د پولیسو پر یوې پوستې باندې برید وکړ.
تر لومړي برید ۳۰ دقیقې وروسته بیا د کابل په ختیځه برخه کې یوه ځانمرګي برید کوونکي د افغانستان د ملي امنيت ادارې پر یوې ودانۍ باندي حمله وکړه.