«کرزی ښايي په وخت امنیتي تړون لاسلیک نه کړي»
۱۳۹۲ دی ۲۰, جمعهدغه موضوع په کابل ګې د امریکا متحده ایالاتو سفیر جیمز کونینګم، په وروستیو ورځو کې په یو شمیر سري لیکونو کې کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې امریکا متحده ایالاتو ویلي وو چې امنیتي تړون باید د ۲۰۱۳ کال تر پایله پورې لاسلیک شوي وای، خو بیا وروسته د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، روښانه کړه چې حتمي نه ده چې دا تړون دې په همدې نیټه لاسلیک شي.
په عین حال کې په وروستیو وختونو کې د سپینې ماڼې ویاند جې کارني، هم ویلي وو چې د کابل ـ واشنګټن امنیتي تړون باید په میاشتو کې نه بلکې په اوونیو کې لاسلیک شي. کارني ویلي وو: «وخت د تیریدو په حال کې دی.»
خو کونینګم روښانه کړې ده چې هغه فکر نه کوي چې ولسمشر کرزی دې د افغانستان تر ولسمشریزو ټاکنو مخکې چې د روان کال په اپریل میاشت کې ترسره کیږي دغه تړون لاسلیک کړي.
د امنیتي تړون متن بشپړ شوی دی خو ولسمشر کرزی یې له لاسلیکولو څخه ډډه کوي او وایي چې تر هغه وخته پورې به یې لاسلیک نه کړي چې امریکا متحده ایالات په افغانستان کې له شفافو ټاکنو او د سولې له بهیر سره مرستې و نه کړي.
د امنیتي تړون له مخې به تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې د ۹۰۰۰ او ۱۲۰۰۰ تر منځ امریکايي سرتیري په نهو اډو کې میشت وي. پر دې سربیره د آلمان په ګډون د ناټو ډیر شمیر نور هیوادونه هم د همدې تړون لاسلیکدو ته سترګې په لار دي ترڅو دغه هیوادونه هم په افغانستان کې د خپلو سرتیرو د ساتلو په اړه پریکړه وکړي.
واشنګټن پوست همداراز د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د یوه لوړپوړي چارواکي په حواله لیکلي دي چې اوس هم امریکا له ولسمشر کرزي څخه په دې اړه خپلو غوښتنو ته دوام ورکوي چې امنیتي تړون لاسلیک کړي.
له بلې خوا ولسمشر بارک اوباما هم څو وارې ویلي دي چې که کرزی امنیتي تړون لاسلیک نه کړي نو هغه به له افغانستان څخه د خپلو ټولو سرتیرو د ایستلو له پاره تیاری ونیسي. دغه خبره د سپینې ماڼې ویاند جې کارني د دوشنبې په ورځ تکرار کړې وه. کارني وویل چې «امریکا نه غواړي چې له افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه راوباسي خو که د امنیتي تړون لاسلیکدل وځنډول شي نو دغه موضوع له امکانه لیرې نه ده».