1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې استرالیایي ښځه برمته شوې ده

۱۳۹۵ آبان ۱۶, یکشنبه

افغان پولیسو د یکشنبې په ورځ وویل چې ناپیژندل شویو وسلوالو کسانو له پلازمینه کابل څخه د یوې غیر دولتي موسسې یوه استرالیایي کارکوونکي تښتولې ده. (آرشيف انځور)

https://p.dw.com/p/2SEW8
Afghanistan Kunduz Polizei kontrolliert Auto
انځور: picture-alliance/ZUMA Press/A.Kakar

د کابل د پولیسو قوماندان جنرال عبدالرحمان رحیمي، ویلي دي چې دغه پاکستاني الاصله استرالیایي چې شنبې شپې ناوخته برمته شوې ده. د رحیمي په خبره دغه نجلۍ د برمته کیدو پر مهال له خپل موټر چلوونکي سره وه. لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې د هغې پر افغان موټر چلوونکي باندې څه شوې دي.

رحیمي ویلي دي: «موږ د برمته نیونې په دې پیښه کې ډیر پرمختګ کړی دی [...] خو اوس زه نه شوم کولای هغه له تاسو سره شریک کړم.»

یوه بل افغان چارواکي د نوم د نه بربنډیدو په شرط د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې برمته شوې ښځې ۴۰ کاله عمر لره او د ACBAR له دفتر سره یې کار کوه.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي دي چې سفارت یې په دې اړه بیړنۍ څیړنې کوي. په دې اړه په یوې خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «موږ استرالیانو ته سپارښتنه کوو چې افغانستان ته له خطره د ډیر ډک امنیتي وضعیت او همداراز د برمته کیدو د ګواښونو له کبله سفر و نه کړي.»

د روان کال په اپریل میاشت کې هم د په ننګرهار ولایت کې یوه استرالیایي ښځه برمته شوېوه چې بیا د اګست په میاشت کې آزاده شوه.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (07.07.2015):