1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي ۵۰ زره ماشومان په شاقه کارونو بوخت دي

۱۳۹۰ بهمن ۶, پنجشنبه

آلمان د فریدریش ایبرت بنیاد په خپل رپوټ کي ويلي دي چي څه نا څه ۵۰ زره ماشومان د کابل په شاوخوا کي د خښتو پخولو په کورو کي په کار بوخت دي. به رپوټ کي راغلي دي چي دغه ماشومان له پنځو څخه تر نهو کلونو پوري عمر لري.

https://p.dw.com/p/13pZf
د خپور شوي رپوټ په حواله په کابل ته نزدي ۵۰ زره ماشومان په کار بوخت دي
د خپور شوي رپوټ په حواله په کابل ته نزدي ۵۰ زره ماشومان په کار بوخت ديانځور: AP

دغه رپورت د فریدریش ایبرت بنیاد او د افغانستان د کارګرانو ملي اتحاديې خپور کړی دﺉ. په رپوټ کي راغلي دي چي هغه ماشومان چي د خښتو په کورو کي په کار بوخت دي له خپلو کورنیو سره د کار په ځای کي ژوند کوي او هیڅ راز روغتیایي اسانتیاوو او ښووني ته ئې لاس نه رسیږي.

د دغو نهاد مسئولان وایي چي دغه ماشومان له غریبو کورنیو سره تړاو لري چي هره ورځ د سهار له اوو بجو څخه تر ماښام اوو بجو پوري د خښتو په کورو کي کار کوي.

د دغو کارګرو ماشومانو په خبره د فقر له وجي مجبور دي چي هره ورځ زر خښتي قالب کړی چي په بدل کي ئې ۳۸۰ افغانۍ مزد تر لاسه کوي. په دغه رپورت کي یوې نجلۍ چي انیسه ګل نومیږي ویلي دي چي پلار ئې هغه هر سهار څلور بجي له خوبه راپاڅوي او کار ته ئې استوي.

دغه رپوټ د دې ماشومانو له خولي لیکل شوی دئ چي پکښي راغلي دي چي د خښتو د پخولو په هره کوره کي له ۴۰ څخه تر ۴۵ پورې ماشومان کار کوي. د دغو ماشومانو دنده د خټو جوړول او د خښتو قالبول ده.

له دې ډلې څخه یو بل تن حضرت ګل وايي چي کله چي ئې کار پای ته ورسیږي د مخ او لاسونو د پریمنځلو انرژي پکښي نه وي. هغه زیاتوي: «پلار مي وایي چی که کار و نه کړم نو ټول به له لوږي مړه شو. د پلار دغه خبري مي کار کولو ته هڅوي.»

په افغانستان کي د فریدریش ایبریت مسئول، فرانک هنتک، د سه شنبې په ورځ په کابل کي په یوه خبري کنفرانس کي د دغو ماشومانو په اړه جوړ شوی راپور وړاندي کړ او ویویل چي د دغو ماشومانو وضعیت د افغان حکومت او نړیوالي ټولني له پاره شرمناکه دئ:

«د افغانستان له پلازمیني څخه یوازي ۲۰ کیلو متره لیري تر پنځوسو زرو ډیر ماشومان د خښتو په کورو کي په غلامۍ نیول شوي دي چي شاقه کارونه تر سره کوي. دا د شرم ځای دئ.»

د فریدریش ایبرت بنیاد مسئول وویل چي د بشري حقونو په برخه کي ډیر فعال سازمانونه د دغو ماشومانو له وضعیت څخه خبر دي خو د هغوی د ژغورني له پاره ئې لا تر اوسه پوري کومه چاره نه ده سنجول شوې. ده پر افغان او نړیوالو مرستندویو سازمانونو غږ وکړ چي د دغو ماشومانو حقوقو ته پاملرنه وکړي.

دویچه ویله (حسین سیرت)
کتونکی: مسعود جهش