1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په کابل کي چاودنو درې کسان وژلی او په لسونو نور ټپيان کړي

۱۳۹۵ اسفند ۱۱, چهارشنبه

په کابل کي دوو جلا جلا چاودنو درې کسان وژلي او تر ۳۹ زيات نور يې ټپيان کړي دي. وسله والو طالبانو د دغو بريدونو مسئوليت پرغاړه اخيستی دی.

https://p.dw.com/p/2YRXL
Afghanistan Anschlag in Kabul
انځور: Reuters/I. Ismail

لومړی بريد د کابل په شپږمه حوزه کي د يوه پوځي ښوونځی مخي ته د موټر بم چاودنه وه. په دغه سيمه کي پر نورو ادارو سربيره د افغانستان پارلمان، امريکايي پوهنتون او امنيتي موسسې موقعيت لري.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستیال نجيب دانش د جرمني خبري آژانس (dpa) ته ويلي دي چي په دوهمه پېښه کي يوه ځانمرگي بريد کوونکي د کابل په لوېديځ کي د افغانستان د ملي امنيت ادارې پر يوه ودانۍ بريد کړی.

د لومړيو راپورونو له مخي په اوله چاودنه کي حتی د پنځو کسانو د وژل کېدو او تر ۵۰ زياتو کسان د ټپيانېدو خبره کيږي سوي او په دوهمه چاودنه کي يو کس وژل سوی او دوه نور ټپيان سوي دي.

Afghanistan Anschlag in Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail

د افغانستان د روغتيا وزارت وياند وحيدالله مجروح ويلي دي چي د لومړۍ پيښي ټپيان روغتونو ته لېږدول سوي دي.

په کابل کي بيا عيني شاهدانو رسنيو ته ويلي دي چي د دغه ښار په لوېديځ کي تر درنې چاودني وروسته ډزونه هم اورېدل کېدل.

رويترز خبري آژانس بيا ليکلي دي چي وسله والو طالبانو ادعا کړې ده چي د چهارشنبې په ورځ په کابل کي پر استخباراتو او پوځيانو بريدونه کړي دي.

د پوليسو يوه چارواکي تائيد کړې ده چي د کابل په لوېديځه برخه کي تر چاودني وروسته د امنيتي ځواکونو او وسله والو بريد کوونکو تر منځ وسله واله نښه سوې ده. دغه چارواکي چي د خپل نوم له ښوولو څخه ئې ډډه کړې ده، ويلي دي چي جنگ د دغي حوزې د پوليسو ماموريت ته څرمه سوی.

Afghanistan Sicherheitskräfte nach einem Anschlag in Kabul
انځور: Reuters/O. Sobhani

د کابل په ختيځ کي د ملي امنيت ادارې پر يوه ودانۍ باندي د بريد په اړه د ۱۱۱ قطعې قوماندان عبدالناصر ضيايي ويلي دي: «دوه تروريستان ودانۍ ته ننوتي، يوه ئې ځان چولی او دوهم ئې پر امنيتي ځواکونو ډزونه کړي.»