1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي ځانمرگي بريد څلور کسان وژلي

۱۳۹۵ آبان ۲۶, چهارشنبه

په کابل کې یوه ځانمرگي برید کوونکي یو حکومتي موټر په نخښه کړی چې په پایله کې یې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او۱۱ کسان نور ټپیان شوي دي. برید په پل محمود خان کې شوی دی.

https://p.dw.com/p/2Sl0U
Afghanistan Selbstmordanschlag in Kabul
انځور: picture-alliance/dpa/J. Jalali

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ له مخې تر اوسه پوري لا کومي ډلې د دغې برید پړه پر غاړه نه ده اخیستي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي، ویلي دي: «ځانمرگی برید کوونکی چې پلی روان وو په کابل کې د امنيتي ځواکونو یو موټر په نخښه کړی. څلور تنه وژل شوي او یوولس ټپیان دي.»

د کورنیو چارو وزارت د ویاند په خبره په وژل شوو کسانو کې دوه تنه امنیتي چارواکي دي. دغه پیښه د افغانستان دفاع وزارت ته څیرمه رامنځ ته شوې ده.

د آلمان خبري آژانس بیا په خپل رپوټ کې د یوه امنیتي چارواکي له قوله چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي لیکلي دي چې په نخښه شوی سپین موټر د افغانستان د ملي امنیت ادارې دی.

دغه برید د شنبې په ورځ په باگرام هوایي اډه کې تر شوي برید وروسته رامنځ ته کیږي، په کوم چې څلور امریکایي عسکر ووژل شول. وسله والو طالبانو د دغه برید مسئولیت پر غاړه اخیستی وو.

د تیرې پنجشنبې په ورځ هم په مزار شریف کې د آلمان پر قونسلگرۍ د موټر بم چاودني په پایله کې شپږ کسان وژل شول وو او تر سلو زیات ټپیان شول.