1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په کابل کي ځانمرګي برید ۲۶ کسان وژلي دي

۱۳۹۶ مرداد ۲, دوشنبه

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند ويلي دي چي د کابل په غربي سیمه کې د نن سهار د ځانمرګي برید د وژل شوو کسانو شمیر ۲۶ کسانو ته لوړ شوی او ۴۲ نور پکښې ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/2h2Dt
Afghanistan Kabul Autobombe
انځور: Reuters/TV

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلاميې په خپرولو سره دغه برید «د بشریت پر ضد یو جرمي» برید ګڼلی دی. او ويلي ئې دي چي پکښې د وژل سوو کسانو شمېر ۲۶ کسانو ته رسېدلی دی. د دوی په خبره په چاودنه کي ۴۲ کسان نور ټپيان سوي هم دي چي د ډيرو ټپونه ژور دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند، بصیر مجاهد وايي چې د دوشنبې ورځې د سهار وختي دغه برید هدف د کانونو او پطرولیم وزارت د کارکوونکو انتقالوونکی بس وو. نوموړي زیاته کړه چې ټول وژل شوي او ټپیان ملکي کسان دي.

په دې برید کې یو ځانمرګي بریدګر د چاودیدونکو توکو ډک خپل موټر د دولتي کارکوونکو یو موټر په نخښه کړی دی.

د دغه ځانمرګي برید مسوولیت طالبانو منلی دی. د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د برید مسئولیت منلی او ویلي يې دي چې دوی د ملي امنیت ادارې دوه موټره په نخښه کړي دي.

ځانمرگی بريد د افغانستان د اجرائيه رياست د مرستيال محقيق کور ته نژدې شوی دی. د محقيق وياند ويلي دي چي په پېښه کي يې مشر ته زيان نه دی رسېدلی.

لومړی انځورونه ښيي چي په سيمه کي کورونو او دوکانونو ته سخت زيان رسېدلی او وني سوځېدلي دي. دا په روان کال کي په کابل کي لسم ستر بريد دی.

تر ټولو خونړی په وزير اکبرخان مېنه کي وو چي تر ۱۵۰ زيات انسانان پکې ووژل شول او تر ۴۰۰ پوري پکښې ټپيان شول. د هغه بريد انځورونه دلته کتلای سئ: