1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په کابل کي ځانمرګي بريد ۲۱ کسان وژلي دي»

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه، دويچه ويله۱۳۹۲ دی ۲۸, شنبه

په کابل کي د ځانمرګي بريد د قربانيانو شمېر ۲۱ تنو ته رسېدلی دی. د پوليسو په وينا په وزير اکبرخان مېنه کي پر لبناني رستورانت باندي په ځانمرګي بريد او وسله وال يرغل کي ۱۳ تنه بهرنيان وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/1At2b
انځور: Johannes Eisele/AFP/Getty Images

د کابل د امنيتي چارواکو په خبره د جمعې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۱۷) ماښام د کابل په وزير اکبرخان مېڼه کي د بهرنيانو پر يوه محبوب رستورانت باندي په ځانمرګي بريد او وسله وال يرغل کي د ملګرو ملتونو څلور تنه کارکوونکي وژل سوي دي. د کابل د پوليسو په وينا په وژل سو کسانو کي په افغانستان کي د نړيوال بانک استازی هم شامل دی.

د کابل د پوليسو مشر محمد ظاهر د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي په دغه پيښه کي په مجموع کي ۲۱ کسان وژل سوي دي، چي له دې جملې څخه ۱۳ تنه يې بهرنيان او ۸ تنه افغانان دي. د هغه په خبره په وژل سوو کسانو کي پنځه تنې ښځي هم شاملي دي. دغه راز په دې خونړۍ پيښه کي پنځه تنه نور ټپيان سوي هم دي.

پر دغه لبناني رستورانت باندي چي تر ډېره ځايه پکښې د سفارتونو کارکوونکي ډوډۍ خوري د جمعې په ورځ د ماښامنۍ پرمهال ورباندي بريد وسو.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون دغه بريد سخت غندلی دی. د مون وياند فرحان حق، ويلي دي: «پر ملکي وګړو باندي دغه هدفمن بريدونه د زغملو نه دي او دا په ښکاره د نړيوالو بشري حقونو ترپښو لاندي کول دي.»

نړيوال بانک تاييد کړې ده چي د کابل په پرونۍ پيښه کي يې په دغه هيواد کي د دوی استازی وايبل عبدالله، وژل سوی دی. د دغه بانک مشري کريستين لاګارد، په يوه وينا پاڼه کي ويلي دي: «دا ډېر غمجن خبر وو او د نړيوال بانک هرڅه يې ويجاړ کړل. موږ د وايبل له کورنۍ او په پيښه کي د نورو وژل سوو کسانو له کورنيو سره په غم کي ځان شريک بولو.»

تر بريد وروسته د پيښي سيمه
تر بريد وروسته د پيښي سيمهانځور: picture-alliance/AP

د رستورانت يو تن اشپز چي په پيښه کي ژوندی پاته سوی او خپل نوم يې سليمان ښوولی، رويترز خبري آژانس ته ويلي دي، کله چي يې چاودنه او د وسله والو کسانو ږغ واورېد نو له ودانۍ دباندي وتښتېد:

«زه بام ته وختلم او هلته مي په دود کښ کي ځان پټ کړ، تقريباً دوه ساعته هلته پټ وم، کله چي پوليس راغله بيا يې زه وژغورلم.»

د امنيتي چارواکو په خبره د پيښي نور قربانيان د اروپايي هيوادونو، روسيې او بريتانيا دي.

د کاناډا د بهرنيو چارو وزير جان بيرد، ويلي دي چي په دغه پېښه کي دوه تنه کاناډايان وژل سوي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند جن پساکي ويلي دي چي د کابل په پيښه کي د امريکا سفارت يو کارکوونکی هم وژل سوی نه دی.

د دغه رستورانت خاوند هم له يرغل کوونکو سره د فيرونو په تبابدله کي وژل سوی دی.

د پيښي مسووليت وسله والو طالبانو پرغاړه اخيستي دی. د دغي ډلي يوه وياند د تويتر د ټولنيزي شبکې له لاري ويلي دي چي په دې بريد سره يې په روانه اوونۍ کي په پروان ولايت کي د بهرنيانو له خوا د ملکي وګړو د وژل کېدو غچ واخيست.

په کابل کي وروستيو پيښو هغه انديښنې نوري هم ډيري کړي دي چي له دغه هيواد څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو به په دغه هیواد کي د زور زياتيو څپه نوره هم زور واخلي.