1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي يوه ساتونکي درې تنه بهرنيان ووژل

مسعود جهش/ آژانسونه۱۳۹۳ اردیبهشت ۴, پنجشنبه

په کابل کې د یوه روغتون ساتونکي پر بهرنیانو باندي فيرونه کړي چې په پایله کې یې د یوه ډاکټر په گډون درې تنه بهرنیان وژل شوي دي. امریکا متحده ایالات د دغه روغتون مالي ملاتړ کوي.

https://p.dw.com/p/1BnhT
انځور: Reuters

دغه پېښه په کابل کې د «کیور» په نړیوال رغتون کې رامنځ ته شوې ده. برید کوونکي پخپله هم په پېښه کې ټپي شوی دی او اوس د پولیسو په بند کې دی. چارواکو ویلي دي چې لا تر اوسه پوري د برید اصلي لامل روښانه نه دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له خوا په دې اړه په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «په کیور روغتو کې د یوه ساتونکي له خوا د برید په پایله کې [...] درې بهرنیان وژل شوي او یوه بله روغتیایي کارکوونکې ټپي شوې ده.» په بیانیه کې زیاته شوې ده: «پېښه نن سهار د ۰۹:۵۰ [د کابل سیمه ییز] په شاوخوا کې رامنځ ته شوه. برید کوونکی ټپي شوی دی خو پولیسو هغه نیولی دی. لا تر اوسه پورې د برید انگېزه روښانه نه ده.»

د کابل کیور روغتون په امریکایي کیور نړیوال سازمان پوري اړه لري. د دغه غیر انتفاعي سازمان بنسټ په ۱۹۹۸ کال کې ایښودل شوی وو. دغه سازمان په ۲۹ هیوادونو کې روغتونونه لري.

په کابل کې د کیور روغتون یوه ډاکټر چې د ټپي شویو کسانو درملنه یې کوله، پېښه تائید کړه او ویې ویل چې یو بهرنۍ ډاکټر هم په وژل شویو کسانو کې شامل دی. په وروستیو وختونو کې په افغانستان کې یو ځل بیا پر بهرنیانو باندې بریدونه ډیر شوي دي.

پر بهرنیانو باندې په وروستیو بریدونو کې په کابل کې پر یو لبنایي هوټل باندې برید، د بهرنیو پر یوه میلستون باندې وسله واله حمله او د یوې آلمانۍ خبریالې وژل شامل دي. دا په داسې حال کې ده چې اوس افغانستان د سیاسي لیږد په درشل کې دی او په راتلونکو اوونیو کې به د دغه هیواد نوی ولسمشر د حامد کرزي ځای ونیسي.

لا تر اوسه پورې طالبانو د کیور روغتون د برید په اړه څه نه دي ویلي. خو دغه ډله ډیر وخت پر بهرنیانو باندې د بریدونو پړه پرغاړه اخلي.