1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي لس ټنه چاودیدونکي مواد ونیول سول

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲, شنبه

افغان امنیتي ځواکونو په کابل کې پنځه تنه یاغیان نیولي دي. له دغو کسانو سره یو ځای ۱۰۰۰۰ کیلو ګرامه چاودیدونکي مواد هم نیول شوي دي.

https://p.dw.com/p/14ip3
انځور: dapd

د افغانستان د ملي امنیت یوه ویاند شفیق الله طاهري، په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته د شنبې په ورځ وویل چې که دغه چاودیدونکي مواد د یاغیانو له خوا کارول شوي وای نو ډیره مرگ ژوبله به ئې رامنځ ته کړې وای.

دغه چاودیدونکي مواد کابل ښار ته په یوې نزدې سیمه کې نیول شوي دي. دا مواد په ۴۰۰ خلتو کې ځای پر ځای شوي ول او بیا د کچلو تر خلتو لاندې په یوه موټر کې پټ کړل شوي ول.

طاهري په دې هکله وویل: «درې پاکستاني ترورستان او د هغوی دوه تنه افغان همکاران چې دغه چاودیدونکي مواد ئې د کچلو تر خلطو لاندې پټ کړي ول نیول شوي دي.»

د هغه په خبره نیول شوي کسان د پاکستاني طالبانو له خو روزل شوي ول. پاکستاني طالبان له افغان طالبانو سره کلکې اړیکې لري.

افغان چارواکي تل پر پاکستان تور لگوي چې په افغانستان کې د یاغیانو ډلې پخپله گټه کاروي. خو د پاکستان دولت تل دغه تورونه ردوي او وایي چې پخپله د تروریزم قرباني هیواد دئ.

یاغیانو تیره اونۍ د افغانستان په څلورو ولایتونو په یوه وخت بریدونه تر سره کړل. په دغو ولایتونو کې پلازمینه کابل هم شامل وو. که څه هم په دغو بریدونو کې ډیر کسان و نه وژل شول خو بیا ئې هم په افغانستان کې د یاغیان د فعالیتونو په اړه پوښتنې رامنځ ته کړې. طالبانو د دغو بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: احمد ولي اڅکز