په کابل کي دوه بهرني مېلمه پروفيسران تښتول سوي
۱۳۹۵ مرداد ۱۸, دوشنبهد افغانستان د کورنيو چارو وزارت يوې سرچينې چي نه ئې غوښتل نوم ئې واخيستل سي د جرمني خبري آژانس ته ويلي دي چي دغه دواړه پروفیسران په کابل کي د امريکا پوهنتون ته څرمه د افغانستان د ملي اردو په يونيفورم کي وسله والو کسانو يرغمل او تښتولي دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي بيا ويلي دي چي دغه بهرنيان د يکشنبې په ماښام په کابل کي امريکايي پوهنتون ته څرمه له خپل موټر څخه تښتول سوي دي.
په کابل کي د آستراليا سفارت تائيد کړې ده چي يو آستراليايي به «تښتول سوی» وي. د دغه سفارت يوې سرچينې ويلي دي چي سړی بايد ټولو آسترالیايانو ته خبر ورکړي چي افغانستان ته د يرغمل کېدو د جدي خطر په سبب بايد له سفره ډډه وکړي.
په کابل کي د امريکا سفارت يوې سرچينې هم تائيد کړې ده چي په کابل کي يو امريکايي تښتول سوی دئ.
په دې وروستيو مياشتو کي په افغانستان کي د شتمنو او هغو بهرنيو وگړو يرغمل نيول او تښتول ډېر سوي دي چي له غير دولتي کوچنيو ټولنو سره کار کوي.
تيره ورځ په هرات کي يوې محکمې ۱۳ سړي تښتونکي په اعدام محکوم کړل.
دا هم د کتلو دي: